افغانستان

بهرته د ينجې صادرات زیات شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د ۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت انجه بهر ته صادره شوې ده.
د دغه وزارت ویاند وايي، چې د افغانستان انجه تر ډېره امریکا، هند، ازبکستان او متحده عربي اماراتو ته صادره شوې ده.
په همدې حال کې سوداګر هم وايي، چې په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د انجې کرکېله زیاته شوې ده.
سوداګر دغه بوټی د کوکنارو د کرکېلې ښه بدیل ګڼي او د اسلامي امارت له چارواکو څخه غواړي، چې د انجې د ترویج په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.
کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، چې د دغه وزارت د هڅو په پایله کې په ټول هېواد کې د انجې کرکېله د تېرو کلونو په پرتله زیاته شوې ده. انجه له هغو بوټو ګڼل کېږي، چې تر ډېره د درملو جوړولو په صنعت او خوړو کې کارول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *