افغانستان

بهرنیانو پنجشېر کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د پنجشېر د رسنیو دفتر په یوه خبر کې ویلي چې په دې وروستیو کې دې ولایت کې د کورنیو پانګوالو ترڅنګ بهرنیو پانګوالو هم د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.
د پنجشېر د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د ولایتي ادارې د اقتصاد محوره کړنو او هڅو وروسته په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د لویو پروژو د پلي کولو لپاره روسي، ترکي او دا اوس چینايي پانګه والو او کمپنیو ژوره لېوالتیا ښودلې ده.
د پنجشېر ولایت د خلکو د اقتصادي وضعیت وروسته پاتي حالت او د دغه ولايت له بیارغونې بې برخې خلکو ته د اسانتیاو د برابرولو په لړ کې وروستیو پرمختګونو ته د دغه ولایت ولسونه خوښ دي دوی د لازیاتو هڅو او پرمختګونو هیله
لري . کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د انتقال د پروژې لپاره اوونۍ وړاندې د روسي کمپنیو او پانګه والو پلاوی پنجشېر ته راغی، ورپسې د ترکي نړیوالې کمپنۍ پلاوي د پنجشېر له والي سره لیدنه وکړه دا اوس د چینايي پانګه والو یوې ډلې د دې ولایت د والي ښاغلي الحاج حافظ محمد اغا حکيم سره د ليدنې سربېره په دغه ولایت کې د خپلو سوداګریزو فرصتونو په لټه وګرځېدل.
د پنجشېر والي ښاغلي حافظ محمد اغا حکیم له ديادو چینايي سوداګرو او پانګه والو وغوښتل چې په دې ولایت کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button