افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: صهیونستان هیڅ قوانینو او بشرپالنې تــه ژمــن نه دي

اسلامي امارت په اشغالي فلسطین کې د اسراییلو له لوري د نویو ښارګوټو جوړول په کلکو ټکو غندلي دي. بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د صهیونیستي رژیم له لوري د اشغالي فلسطین اغوار پر ځمکو د صهیونستانو له خوا د ښارګوټو جوړول په کلکه وغندل.
دغه وزارت وړاندې وایي: د صهیونیستي رژیم وروستۍ کړنې ښيي، چې اسراییل نړیوالو او په ځانګړي ډول بشرپاله قوانینو ته ژمن نه دي او د داسې یو اړخیزه اقداماتو دوام او د فلسطینیانو د حقونو له پامه غورځول به حالات نور هم کړکېچن کړي.
اسلامي امارت له نړیوالو او په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو غوښتي چې د فلسطین مظلومو خلکو د ملاتړ په موخه خپل قانوني، اخلاقي او انساني مسولیت ادا کړي او اشغالګر په فلسطینۍ خاوره کې له کورونو جوړولو راوګرځوي.
د یادونې وړ ده چې اسراییلي رژیم پتېیلې چې د فلسطین په لوېدیځه اشغالي څنډه کې زرګونه کورونه جوړ کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button