افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: صهیونیست رژیم پرله پسې جنایتونه د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د ایران اسلامي جمهوریت پر کونسلګرۍ د اسراییلو برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې ډیپلوماټیکو نورمونو نقض بللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ورته کړنې د سیمې د امنیت په پار پارونکي بللي او په کلکو ټکو یې غندي. .
اسلامي امارت د نړۍ او سيمې له اغېزمنو هېوادونو غوښتي چې په غزه کې او له غزې تړانگې هاخوا د اسراییلي رژيم د جنايتونو مخنيوی وکړي.
اعلامیه زیاتوي چې ددغه رژیم پرله پسې جنایتونو د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي او د نړیوالو قانونو او سازمونو د اغېزمنتوب په تړاو یې جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې تېره دوشنبه شپه اسراییلي الوتکو د سوریې په پلازمېنې دمشق کې د تهران پر کونسلګرۍ هوایي برید وکړ او اووه تنه یې ووژل. تر دې وړاندې ویل کېدل چې په دغه برید کې پنځو تنو خپل ژوند بایللی دی، خو دمشق کې د ایران سفیر د اوو تنو د مړینې پخلی کړی.
داسې ویل کیږي چې په دې برید کې د سپاه پاسدارن د یو قوماندان او د قاسم سلیماني د نږدې ملګري محمد رضا زاهدي په ګډون د سپاه پاسدران ۵ نور مهم غړي وژل شوي دي.
ایران اسرائیلو ته پرېکنده ځواب ورکړی او د غچ اخیستنې ګواښ یې کړی.
دغه برید د اسلامي امارت ورهاخوا، قطر او نورو هېوادونو هم غندلی دی. تهران ددې برید په ځواب کې سویس کې د امریکا د سفارت یو استازی هم احضار کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *