نړۍ

بورل: د اروپایي ټولنې ۲۶ غړي په غزه کې د جګړې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کوي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورل وايي چې د اروپايي ټولنې ۲۶ غړي هېوادونه غواړي چې په غزه کې سمدستي جګړه ودرول شي.
ښاغلي بورل دغه څرګندونې وړمه شپه د اروپايي ټولنې د شورا په غونډه کې وکړې.
ویل کېږي چې د ۲۷ غړو هېوادونو څخه یوازې هنګري په غزه کې د تلپاتې اوربند د رامنځته کېدو مخالفت کړی دی.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر زیاته کړه چې د جګړې د بندولو ترڅنګ فلسطینیانو ته د بشري‌ مرستو رسونه د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو بله غوښتنه ده.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټیوني ګوتېرش.

هم په غزه کې پر تلپاتې اوربند ټینګار او همداشان یې د بندیانو د ازادېدو غوښتنه کړې وه. ګوتېرش موده وړاندې ویلي و چې اسراییلي ځواکونو په رفح کې پر مرستو بار هغه لاریو ته هم اجازه نه ده ورکړې چې فلسطینیي بیځایه شویو ته پر لار وې.
د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه په داسې حال کې په غزه کې پر اوربند سلا کوي چې اسراییلي اشغالګرو ځواکونو په غزه او رفح کې ګڼ ړانده هوایي بریدونه ترسره کړي او لسګونه بې ګناه فلسطینیان یې پکې شهیدان کړي دي.
اوسمهال سلګونه فلسطینیان په رفح ښارګوټي کې د جګړو له وېرې راټول شوي چې د سرپناه او خوراکي توکو له جدي کمښت سره مخ دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *