افغانستان

بګرامیو کې ګڼې ځمکې له غاصبینو راوګرځول شوې

د عدلیې وزارت اړوند د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون وایي چې د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې یې د نعیم کوچي د زوی(حیدرخان کوچي) او نورو غاصبینو هغه ځمکې یې دولتي کړي چې په تېر کې په زور لاندې کړې وې.
دغه کمیسیون وایي چې دنده یې د بیت المال او امارتي ځمکې را وګرځول دي او دا لړۍ د افغانستان په ټولو ولایاتو کې په چټکۍ روانه ده.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون وایي چې د کابل ولایت د (۲۲) ناحیې اړوند د علاءالدین خیلو د کلي موضوع یې بررسي کړې او دغه ځمکه یې بېرته د دولت ملکیت ګرځولې ده.
دغه کمیسیون په یوه اعلامیه کې وایي چې د لوګر ولایت اوسیدونکی حاجي حیدر جان د حاجي نعیم کوچي د زوی کلا له ټاکلې کچې څخه بهر په امارتي ملکیت کې واقع شوې وه، که څه هم د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون حاجي حیدر جان ته وخت ورکړ څو د فیصلې مطابق امارتي املاک تخلیه او خپله ذمه فارغه کړی ولې هغه اصولو ته غاړه نه ایښودله او د محکمې له حکم څخه یې تمرد کاوه، بناءً نوموړی د عالي قدر امرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس توقیف او د اختصاصي محکمې د فیصلې مطابق امارتي ملکیت مقلوعاً د نوموړي او نورو غاصبانو له تصرف څخه تخلیه کړل شو.
د یادونې وړ ده چې د دولتي ځمکو د بېرته راګرځ،نې دا لړۍ د پلازمېنې په ګډون په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره روانه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *