تاریخ او جغرافیهلیکنې

بګرام زندان کې له مور سره ملاقات!

‏د باګرام زندان په ۱۱ مه پنجره کې خاموش ناست وم، زموږ د پنجرې ساتونکي امريکايي عسکر زما نوم یاد کړ او ويل يې هله ژر سه ستا ملاقات دی. ډير خوشحاله شوم او په دې چورتونو کې یم چې څوک به راغلي وي زما ليدو ته، دا نو له يوکال تيريدو وروسته لومړی ځل دی چې زه ملاقات کوم.
ښه ډيره لار دو عسکرو تر وزرو نيولی وم او په منډه يې زغلولم، بالاخره يوې وړې له لرګيو څخه جوړې کوټې ته يې دننه کړم.يوه واړه سکرين ته يې مخامخ کښېنولم د ويډيو کال له لارې باګرام له کابل سره وصل شو. شېبه وروسته په سکرين باندي زما د مور له مينې او محبت څخه ډکه څیره را ښکاره شوه. مور چي زه د زندان په ژیړ رنګ جامو کې وليدلم له سترګو يې اوښکې راغلې، ماچي هرڅه اطمنان ورکاوه ورته خندل مي،خو د هغې اطمنان نه کيده. ولاړ کس ته يي وويل زما زوي خو راخلاص کړئ، هغه سر وښوراوه، یعنی دا زما د وس کار نه دی.
مهربانې مور مي تيره اونۍ له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
خدای دي وبخښي!

احمدالله وثیق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *