افغانستان

بې سرپناه کورنیو ته د کور او کار جوړولو زمینه برابرېږي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر مولوي نور الله نوري او د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو او اوبو لګولو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان د کانال اړوند د ځمکو د تصفیې او په کې میشتو بېځایه شویو کورنیو د سرنوشت ټاکلو په موخه ننګرهار ته سفر کړی.یاد پلاوي په ننګرهار کې د اړوندو ریاستونو له رییسانو سره لیدنه کړې او د یادې موضوع په هکله لومړنۍ خبرې شوي.د سرحدونو او قبایلو سرپرست وزیر ویلي؛ یاد پلاوی د کډوالو د عالي کمېسیون د پرېکړې له مخې راغلی او هدف یې د کانال په ځمکو د میشتو بېځایه شویو د سرپناه او سرنوشت په هکله تصمیم نیول دي.نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د ټولو افغانانو پر وړاندې مسئول او ژمن دی، چې د دولت او ملت ټولو حقوقو او ستونزو په پام کې نیولو سره بې سرپناه او بې سرنوشتو کورنیو ته د کور او کار جوړولو زمینه برابره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *