لیکنېمقالی اوتبصرې

تاجيکستان ولې د افغانستان له خاورې د خطر احساس کوي!؟

د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې ځينې ګاونډي هېوادونه له افغانستان سره په خپلو سرحدي سیمو کې امنیت ته اندېښمن دي او له دوی سره دا وېره پيدا شوې،چې خدای مه کړه، که سخت دریځې ډلې په افغانستان کې پیاوړې شي، د ګاونډيو هېوادونو سربېره به د سیمې هېوادونو ته هم ګواښ پېښ کړي. په داسې حال کې چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امنيت راغلی، تپل شوې جګړه ختمه شوې، زور واکي او توپکسالاري له منځه تللې او د اسلامي امارت مشرتابه له لوري د غیر مسئولو کسانو څخه د ناقانونه وسلو د را ټولولو لپاره لازم تدابیر نیول شوي او دا پروسه په جديت سره پر مخ روانه ده، اسلامي امارت هم په ځلونو په دې خبرې ټينګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او نه به چاته اجازه ورکړي، چې د ګاونډيو هېوادونو پر ضد د افغانستان له خاورې د سخت دريځۍ کار واخيستل شي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد د تاجيکستان وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي: د افغانستان له خاورې به ان شاءالله هېڅ هېواد ته ستونزې نه جوړېږي، په ځانګړې توګه هغه ګاونډي هېوادونه چې په شمال کې دي، ځينې وختونه يې اندېښنې رښتینې نه وي. اسلامي امارت هڅه کوي چې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له تاجيکستان سره ښې اړیکې جوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ بايد باور موجود وي او له افغانستانه د خطر احساس و نه شي. دا چې اسلامي امارت هېچا ته د دې اجازه نه ورکوي، چې افغان خاوره د نورو په ضد وکارول شي او يا افغانستان د سيمې او نړۍ هېوادونو ته سرخوږی شي،نو د افغانستان په اړه ولې ځينو هېوادونو ته ورځ تر بلې اندېښنې راټوکېږي؟
له افغانستانه د ترهګرۍ او سخت‌ دريځۍ د ګواښ شونتيا او داسې نورې اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي،چې له يوې خوا همدغه هېوادونه په دې هڅه کې دي، چې د خپلو ګټو او داخلي پېښېدونکي ګواښ پر اساس د ترهګرۍ او سخت‌ دريځۍ په اړه ورته څرګندونې وکړي، چې د دوی ګټې ګواښلی شي، له همدې امله په هره غونډه کې د خپلو ګټو او بېلابېلو رواياتو په ترلاسه کولو سره خپلې اندېښنې مطرح کوي، چې ګواکي افغانستان کې سخت دريځې ډلې پياوړې نه شي، چې په دې سره د سيمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ پېښ شي.
دا په داسې حال کې ده چې پروسږ کال ګاونډي تاجيکستان د خپلې پولې د امنیت د ټینګښت په موخه له افغانستان سره پر پوله د دېوال جوړولو وړاندیز وکړ او روسیې په وار وار د افغانستان له پولو د ناامنیو د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګندوله، خو اسلامي امارت د تروریستي ډلو د شتون او د ناامنیو خپرېدو په اړه هر ډول اندېښنه بې اساسه بولي، ځکه افغانستان اوس په سيمه کې د ترقۍ او اقتصاد بډاينې په مرکز بدل شوی او درګرده يې کاني زېرمې استخراجېږي، اوبه يې مهار کېږي، د رېل پټلۍ له لارې له اسيايي هېوادونو سره وصلېږي، د پرديو له احتياجه خلاصېږي، د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره يې د سوداګريزې اړيکې پراخېږي‎، داخلي او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې زمينې برابرېږي، دا هر څه افغانستان کې د امنيت راتلو له برکته دي، که د افغانستان امنيتي اوضاع د تېرو لسيزو په شان خړه پړه وای، هېچا او لوري د خراب وضعيت له امله زړه نه ښه کاو، چې افغانستان کې دې پانګونه وکړي او يا دې ورسره سوداګريزې او ټرانزيټي اړيکې جوړې کړي!
که بيا هم ځينې هېوادونه د افغانستان د امنيت په اړه اندېښمن وي، نو مهرباني دې وکړي له اسلامي امارت سره دې ياده موضوع د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کاندي، د دوی پر ژبه؛د سخت دريځو ډلو پر وړاندې دې له حاکم نظام سره په ګډه امنيتي تدابير په پام کې ونيسي، څو د دغې نړيوالې ستونزې پر وړاندې مبارزه شوې وي. که دوی د داعش ډلې په اړه اندېښمن وي، چې کله ناکله په هېواد کې د چيرکي حملو مسئوليت اخلي، هېڅ اندېښنه دې نه کوي، ځکه د اسلامي امارت ځواکونو له لوري دغه پتنګره ډله له منځه تللې او په افغانستان کې دغه بهرنۍ پدیده د افغانانو ترمنځ د ودې او تکامل لاره نه شي خپلولی.
داعش ډله په سیمه کې د نړیوالو لویو استخباراتي کړیو د پلانونو د عملي کولو لپاره جوړه شوې، اصلي موخه یې د هېوادونو ناارامه کول او ترهګرۍ خپرول دي. د داعش عنوان او داعش پدیده د عربي هېوادونو د ځپلو، بدبختیو، جنګونو او ناخوالو لپاره جوړه شوې وه، چې دغه پدیده خپله د سي ،آی،اې د رهبرۍ تر چتر لاندې د انګليستان له پلان سره سم جوړه شوې وه،له دې وړاندې هم ملګرو ملتونو او ګڼو نړیوالو هېوادونو د يادې ډلې پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه ستایلې او ترسره شوي اقدامات يې اغېزناک بللي وو!
په دې وروستيو کې په سیمه يیزه او نړیواله کچه د نړیوالو تروریستي سازمانونو او شرکتونو په څېر نوي فعالین راڅرګند شوي،چې فعالیتونه يې یوازې په یوه هېواد پورې محدود نه دي، بلکې په څو هېوادونو کې فعالیت کوي، پر دې اساس د هېوادونو ترمنځ د امنیتي اطلاعاتو تبادله یو اغېزناک او ګټور اصل دی. د امنیتي معلوماتو په تبادلې سره د سیمې هېوادونه کولای شي په اسانۍ سره د ترهګرو ډلو د ورانکارو فعالیتونو د خپرېدو مخه ونیسي او په راتلونکې کې دغه ډلې د سیمې هېوادونو ته په لوی ګواښ بدلې نه شي! که اسلامي امارت او د سیمې هېوادونه په سیمه کې له ترهګرو ډلو سره موثره او دوامداره مبارزه غواړي، باید په ګډه د امنیتي اطلاعات يو له بل سره تبادله کړي.
لنډه داچې افغانستان کې د سخت دريځو ډلو شتون په اړه د تاجيکستان اندېښنه فرضي او خيالي ده،د دې خبرې ښه ثبوت،چې په افغانستان کې هېڅ کومه ترهګره ډله شتون نه لري د امريکا د ولسمشر جوبايډن اعتراف و.
اصلي خبره داده، چې ځينې هېوادونه د خپل شوم نيت له امله افغانستان کې د امنيت خرابوالي ته لابيګري کوي او د خپلو اجيرو ډلو ټپلو پرمټ غواړي د افغانستان امنيتي وضعيت خراب وښايي، تر څو د سيمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان پرکانونو پانګونه ونه کړي، پرمختيايي پروژې په کې پلې نه شي، پر افغانانو د ترهګرۍ شتون ور وتپي او له هرې لارې او زاويې کوښښ کوي، چې د سيمې هېوادونه په افغانستان کې پانګونه ونه کړي، سوداګري او ټرانزيټ یې له خنډ سره مخ شي، پرېمانه اوبه يې مهار نه شي، نو اسلامي امارت مشرانو او کشرانو ته په کار ده، چې دغه ټکي ته پوره پاملرنه وکړي او په افغانستان کې پر دغه اوسنی ظرفيت، چې نور ورڅخه اندېښمن دي، په معنوي او مادي برخه کې پانګونې لارې چارې ولټوي او سياسي کړيو او مغرضو هېوادونو ته د دې اجازه ورنه کړي، چې د افغانانو پر سر يو ځل بيا لابيګري وکړي او د افغانستان هغه معنوي او مادي مځکنۍ شتمني، چې افغانان څه کم پنځوس کاله ورته سترګې په لاره وو د تل لپاره تر خاورو لاندې بې ګټې پاتې شي!

وحيدالله – هڅاند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *