لیکنېمقالی اوتبصرې

تاریخ وایي او لیکي

حضرت ابو عبیده عامر د عبدالله زوی او د جراح رض لمسی د قریشو د بني فهر له کورنۍ څخه و، له هجرته ۴۰ کاله وړاندې زېږېدلی هغه له لومړنیو مسلمانانو څخه و. د مکې مشرکانو چې الهي پیغام واورېد ځینو یې ایمان راوړ او ځینو یې د خپلو خپلوانو په ازارولو پیل وکړ، بنا‌‌ءً ابو عبیده رض هم وځورول شو،چې له امله یې لومړی حبشې ته هجرت وکړ او بیا مدینې منورې ته مهاجر شو.
د ابو عبیده بن جراح رص په اړه رسول الله ص ویلي: ژباړه: «بېشکه د هر امت لپاره امین وي، زما د امت امین ابو عبیده بن جراح دی» .(بخاري۴۳۸۳) او (مسلم۲۴۱۹)یادونه: ټول صحابه رض امینان وو داسې نه چې یوازې نوموړی امین و.
ابو عبیده رض په ټولو غزاګانو کې شریک و او د یوې ۴۰ کسیزې سریې خو لا امیر ټاکل شوی و، چې له ډېرو ولجو سره ترې راستون شو، د رسول الله ص له رحلت وروسته د بنو ساعده په چوتره باندې د خلیفه ټاکلو لپاره هم موجود و او له راشدو خلیفه ګانو سره یې پوره مرسته وکړه. کله چې عمر رض خلیفه شو خالد رض یې له قومندانۍ او امارته لرې کړ او پرځای یې ابو عبیده بن جراح رض قومندان وټاکه او لیک یې ورواستاوه، د هغه د رسېدو پر مهال له روميانو سره ښه خرپنده غزا روانه وه چې د مسلمانانو په بریا پای ته ورسېده نو بیا یې هغه لیک خالد رض ته وښود.
ابو عبیده بن جراح رض له نورو قومندانانو سره ډېر فتوحات وکړل، د شام ټول ښارونه یې ونیول او د اسلام دین یې په کې خپور کړ، تر دې چې وړوکې آسیا ته یې پوځونه وخوځول، وروسته د عمواس مشهوره وبا ګډه شوه، ډېر صحابه کرام او مسلمانان یې شهیدان کړل،چې ابو عبیده رض هم په کې شهید شو.
ټولو صحابه وو د رسول الله ص او د خپلو امیرانو اطاعت کاوه، مخالفت او سر غړونه یې نه کوله،ځکه د اطاعت په اړه ډېر آیتونه او حدیثونه راغلي او له ټولو خلکو زیات دوی پرې پوهېدل،نو له همدې امله یې د اطاعت کچه او د امانت سطح لوړه وه؛ که چېرې به انتقاد او نیوکه کول و هغه به هم په ډېر ادب سره د اصلاح او سمون لپاره و د کوم شخصي غرض لپاره به نه و.
ابو عبیده رض د یو شمېر مجاهدینو مشر او امیر ټاکل کېږي،خو کبر او لویي نه کوي، بلکې د مصلحت لپاره آن هغه لیک هم مخکیني قومندان ته نه ښکاره کوي د غزا له ختمېدو وروسته ورته وایي. خالد بن ولید رض له دندې لرې کړل شو هېڅ احتجاج یې ونه کړ بده یې و نه ګڼله او په ډېره ستره حوصله یې هغه و منله، د یو عسکر په څېر یې له نورو صحابه کرامو سره یو ځای غزا کوله چې اخر هم له جهاده پرته وفات شو. د چارواکو بدلون(ادلون بدلون) غوره کار دی،چې د خپل مشر له اطاعت او امر منلو څخه خبر شي او د اطاعت او امر منلو ماده په کې پیدا شي. د جممهوریت پر مهال د بلخ والي له خپلې څوکۍ او مقام څخه نه لرې کېده، په څه مشکل له ډېرو شرطونو لګولو سره یې ایله خپله څوکۍ او مقام پرېښود، ولې یې څوکۍ او منصب نه پرېښود؟
ځکه ورپورې نښتی و بل چا تر دې ځایه را رسولی او کېنولی و، خپل شوروي ضد جهاد یې له ږیرې سره یو ځای په لوېدیځوالو خرڅ کړي وو، اوس هم کله کله له بهرنیو رسنیزو لوډ سپیکرونو راغږیږي او د واک د بیا نیولو خوبونه خلکو ته وایي!!(این راه که تو میروی به ترکستان است).
د اسلام مبارک دین د یوې دندې اشغالول او د هغې سر ته رسول په اهلیت پورې تړلي،په اشخاصو پورې یې نه دي خاص کړي،چې پلاني سرښندنه کړې او باید په لوړه څوکۍ کېنول شي. خالد بن ولید رض، عمرو بن عاص رض او عثمان بن طلحه رض د حدیبې له سولې وروسته ایمان راووړ،چې له هغه وړاندې د اسلام په دښمنۍ کې له ټولو مخکې ول خو رسول الله ص په خپل ژوندانه کې عمرو بن عاص رض د یوې سریې مشر وټاکه،ځکه په هغه کې یې اهلیت لیده چې مشرتوب کولی شي. همدا شان د ابوبکر صدیق رض له لوري خالد رض د مسیلمه الکذاب مقابلې ته د مشر په توګه وټاکل شو،چې هغه فتنه یې پای ته ورسوله، بیا یې د عراق جبهې ته د مشر په توګه واستاوه په داسې حال کې چې د اسلام راوړلو یې ډېر وخت نه و تېر شوی، خو د امارت او اهلیت وړتیا په کې وه،نو راشدو خلیفه ګانو د اهلیت په اساس مسؤلیت ور وسپاره، اما امتیاز په دې و چې اسلام یې پخوا راوړی و.
عبدالله بن عمر رض پلار ته په ډېر ادب وویل: اسامه بن زید رض له ما د غزاګانو په میدانونو کې نه دی مخکې شوی،خو تاسو هغه ته لوی سهم ورکړی، امیر المؤمنین ورته وویل: مګر هغه او پلار یې په رسول الله ص دېر ګران وو،چې ته او ستا پلار هومره نه و پرې ګران. دا و د عمر فاروق رض معیار چې له خپل ځان او زوی څخه یې زید بن حارثه او د هغه زوی اسامه غوره وبلل! نو امتیاز د دین د خدمت پر بنسټ او کار او وظیفه د اهلیت پر بنسټ.
د ابو عبیده بن جراح رض لقب أمین الأمة و، امانت عامه کلمه ده،چې د ژوند ټولو ابعادو ته شاملېږي، ولې زموږ په عام ژوند کې خو دې ته وایي چې چا امانت درسره کېښود هغه باید په امانتدارۍ سره وساتې او د غوښتلو پر مهال یې بېرته ور وسپارې، خو په دې امانت کې ټول ژوند راځي.
الله ج ژوند رابښلی دا یو امانت دی، په کار ده چې په عبادت کې یې تېر کړو، د آخرت او د دنیا ګټه ترې واخلو او په ژوند کې چې کومه دنده راسپارل کېږي هغه په ښه ډول سره ادا کړو.
له شل کاله جهاد وروسته د الله ج لورینه وه، اسلامي امارت بیا واک او ځواک تر لاسه کړ دا یو امانت دی دا امانت باید وساتو او دفاع ترې وکړو دا د ټولو چارواکو دنده ده،چې په اخلاص سره یې وساتي ځکه له هر څه سره اخلاص لازم دی هر کار کوونکی د معاش په بدل کې کار کوي، په کار ده چې خپله دنده په ښه ډول سر ته ورسوي او ټګي برګي په کې ونه کړي.
اسلامي امارت ته دا امانت ورسپارل شوی چې د ټولو هېوادوالو لپاره کارونه چمتو شي، چې لوستي وي هغو ته دفتري کارونه د اهلیت او لیاقت مطابق ورکړل شي، د معاشونو ډېر لوی توپیر ختم شي،چې په دې ډول سره به د فساد او رشوت مخنیوی وشي، د کار کوونکو سوچ او فکر به نورمال وي په ښه ډول به خپل کارونه پر مخ وړي. د ښوونکو او معلمانو امانت خورا دروند دی هغوی د نن زده کوونکي روزي چې د سبا معماران دي، ولې د دوی معاشونه ډېر لږ وي، ځینو ته لویې، لویې کورنۍ ور ترغاړې وي ذهن یې ګډ وډ وي او خپل ور سپارل شوی امانت په ښه ډول نه شي تر سره کولی.

سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *