نړۍ

تاشکند سېلاب ځپلو ته ۲۰۰ ټنه مرسته ځانګړې کړې

ازبیکستان د افغان سېلاب ځپلو لپاره  ۲۰۰ ټنه توکي مرسته د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي رحمت الحق فضیل په لاس په حیرتان بندر کې سپارلې ده.

 ۴۸ ټنه اوړه، ۲۲ ټنه وریجې، ۲۵ زره لېتره غوړي، ۱۰۰ خیمې، ۹۶ د اوبو ټانکۍ او ورته نور توکي ددې مرستې برخه دي.

 د مرستو د تسلیمۍ په مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ترڅنګ د افغاني پلاوي څخه د بلخ مرستیال والي، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس، ترمذ کې افغان قونسل او د ازبیک پلاوي له لوري د افغانستان لپاره د یاد هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف، د ترمذ والي لومړي مرستیال، د یاد هېواد د بهرنیو اړیکو رییس، په مزار کې د یاد هېواد قونسل او یو شمېر نور چارواکو برخه اخیستې وه.

ښاغلي ایرګاشوف له سېلاب ځپلو سره غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړې او ويلي يي دي؛ هېواد یې د افغانانو لاسنیوي ته ځانګړې پام او په ټوله کې ګاونډي هېوادونه ورته لومړیتوب لري. د اوزبیکستان ځانګړي استازي دغه راز زیاته کړې؛ په افغانستان کې د سرتاسري امنیت له کبله د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا لپاره ښه زمینه برابره شوې.

 مولوي رحمت الحق فضیل د اوزبیکستان هېواد سره اړیکي تاریخي بللي او له همېشنیو بشردوستانه مرستو او همکاریو څخه یې مننه کړې. نوموړي ویلي؛ اوزبیکستان هېواد هر وخت د افغانانو لاسنیوی کړی او د خپل پاک نیت له مخې یې په سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او تجارتي برخو کې مثبت ګامونه اخيستي دي.

 ښاغلي فضیل په ډاډ ویلي چې دا مرستې به په رڼه توګه پر مستحقو کورنیو ووېشل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button