ټولنه اوکلتور

تبليغاتي مبارزه څومره مهمه ده؟!

رسولﷺ چې له مشرکينو سره د سولې تړون لاسليكاوه، حضرت علي (کرم الله وجهه) ته وويل: وليکه ((دا تړون د محمدرسولﷺ لخوا….)) کفارو وويل: له خپل نوم سره به (رسول الله) نه ليکې؛ ځکه که موږ چېرې ستا رسالت مانه، بيا دا جګړې ته څه اړتيا وه، رسولﷺ حضرت علي رض ته وويل: (رسول الله ترې ايسته کړه! د اسلام دغه ستر مبارز وويل: والله که يې ايسته کړم! بيا رسولﷺ خپله قلم واخيست او د (رسول الله) لفظ يې ترې ايسته کړ.
يهودو رسولﷺ ته د (السلام عليکم) پر ځای (السام عليکم) وويل چې معنی يې «پر تاسو دې مرګ وي(( حضرت عائشې (رضي الله عنها) سمدستي ور غبرګه کړه (وعليکم السام ولعنة الله) پر تاسو دې مرګ او لعنت دواړه وي.
عقبه بن ابي معيط چې کله د رسولﷺ په مبارک جسد د اوښې پريوان هغه مهال وغورځاوه چې دی مبارک الله تعالی ته په سجده پروت و، د جنتي ښځو سرداره فاطمه رضي الله عنها په منډه راغله هغه پرېوان يې ترې ايسته کړ او کفارو ته يې سختې خبرې وکړې.
حسان بن ثابت رض وويل: زه به د شعر په ژبه قريش وغندم، رسولﷺ وويل: خو زه هم قريشي يم؟ حسان وويل: ستا خاندان(کورنۍ) به له شعره په داسې مهارت را جلا کړم لکه ويښته چې له اوړو را ويستل شي.
د احد په غزا کې چې شيطان غږ کړ((محمد ﷺ ووژل شو)) ابوسفيان غږ کړ: محمد شته؟ ابوبکر شته؟ رسول اللهﷺ وويل: ځواب مه ورکوئ، بيا يې غږ کړ: عمر شته؟ رسول الله ﷺ وويل ځواب مه ورکوئ خو عمر رضی الله عنه بې تابه شو او ويې ويل ای د خدای دښمنه! موږ ټول ژوندي يو!
د حديبې په صلح کې د کفارو لخوا يو استازی راغی او د خبرو کولو پرمهال يې د رسولﷺ ږيرې ته لاس کړ(لکه دا چې د هغه وخت يو دود و) يو صحابي چې د رسولﷺ سر ته مجهز ولاړ دی، د جنګ خول يې په سر دی او څوک يې نه پيژني؛ دغه کافر ته يې وويل: دا نجس لاس دې د رسولﷺ له مبارکې ږيرې ايسته کړه! کافر وپوښتل دا څوک دی؟ خلکو وويل: دا ستا وراره مغيره بن شعبه رض دی. دا د تبليغاتي مبارزې يو څو مثالونه وو.
د حق او باطل تر منځ مبارزه بېلابېل اړخونه او ډګرونه لري، چې يو له مهمو ډګرونو تبليغاتي ډګر دی، په دې ډګر کې يو لوری کولای شي د مخالف لوري په عقيده او فکر کار وکړي او ورو ورو يې خپل فکر او منهج ته را واړوي، له دې امله باطل پرستان له هغه حق پرسته فرهنګي کسانو ډېره وېره احساسوي،چې په تبليغاتي ډګر کې د اسلامي امت رهبري کوي او د باطل پر وړاندې مبارزه کوي، دوی يې د له منځه وړلو هڅه کوي، د رسنيز فعاليت مخه يې نيسي، د هرې خبرې په بدل کې يې برخورد ښيي او ژوند يې له محدوديت سره مخ کوي.
د ټولنيزو رسنيو فعالانو ته ښه معلومه ده،چې په ننني عصر کې رسنۍ د فکري جګړې يوه اهمه وسيله ګرځېدلې ده، د کفارو او ملحدينو لخوا د اسلامي امت په ځانګړې توګه د ښځو او ځوان نسل بې لاريتوب ته پوره کوشش روان دی، په اسلام، قرآنکريم، رسولﷺ او اسلامي ارزښتونو ردونه کېږي، مسلمانانو ته په دين کې شکوک پيدا کېږي، اسلام د سخت دريځۍ دين معرفي کېږي، په اسلامي نظام د خلکو د بې باورۍ هڅه کېږي، دا کار د پراخو مالي لګښتونو پر مټ روان دی، هريو کس يې په مختلفو ادرسونو فعاليت کوي او هر ادرس يې په ميليونونو کسانو اتباع او څارونکي لري،چې دا نو د اسلامي امت د فکري بېلاريتوب ته خورا لوی کار کوي.
دا يو څرګند حقيقت دی،چې د مؤمن غفلت او د کافر ويښتيا او فعاليت اسلام ته ډېر زيان اړوي، موږ ته لازمه ده،چې د صحابه کرامو په څېر تبليغاتي مبارزه وکړو، په اسلام، پيغمبر او قرآنکريم باندې،چې هر نقد کېږي موږ باید ونه وايو،چې په دې سره خو نقد کونکی کافر شو او له کافرانو څه ګيله ده؟ د نقد کونکي کفر ته بايد ونه ګورو، دې ته باید وګورو چې نقد يې په ساده ذهنه مسلمانانو څومره لوی اغېز وکړ او شايد د کافر دغه نقد سبا د مسلمان د کفر سبب شي.
رسنيز وسائل موږ هم لرو، باطل پلويان يې هم لري،خو دوی يو ډول فعاليت کوي او موږ بل ډول، دا رسنيز وسائل دي،چې نن يې عام ځوانان څه، چې اکثره ديني عالمان او زدکوونکي له هدفه را وګرځول او په ځای د دې چې له حق دفاع وکړي، په حق کې د شک پيداکونکو ښکار شو.
نن له يو داسې حال سره مخ شوي يو،چې ماښام يو څوک کور ته په داسې حال کې د ننه شي،چې له اسلامي نظامه پوره خوښ وي، خو سبا په داسې حال کې له کوره را وزي چې په نظام پوره بې باوره او په خلاف يې ښه چارج شوی وي، دا شان يو څوک ماښام کورته مسلمان ننوزي،خو سبا ته د الحاد او معاصر جاهليت ښکار شوی وي او له کوره کافر را وزي؛ آيا په نظام کې لوړ رتبه او واکمن کسان خبر دي،چې زما ملت په کورنو کې څه ګوري او د غربي رسنيو په نتيجه کې ورځ په ورځ د ګمراهۍ په لور روان دي که د حق په لور؟!
نن که کفارو له اسلامي خاورې خپلې پښې سپکې کړي دي، په فکري لحاظ اوس هم زموږ په مسلمان ملت باندې پوره تسلط لري او تر څار لاندې يې ساتي.
اسلامي حکومت مسؤل دى،چې د تبليغاتي مبارزې وسائل عام کړي، په هېواد کې د نورو پروژو تر څنګ په تبليغاتي ډګر هم پراخ لګښتونه وکړي، تبليغاتي مبارزې ته ځوانان وروزي او فعالو مبارزينو ته د ژوند ضروريات برابر کړي، رسول اللهﷺ د خپل عصر هر شاعر او مبارز هڅولي دي او حضرت حسان رض ته يې د کفارو پر ضد د شعر ويلو پرمهال منبر برابر کړی دی.

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *