نړۍ

ترکیه: اسرایل د جګړې له لارې په سیمه کې امن نه شي ټینګولی

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په اسرایلو غږ کړی، چې غزه کې روان هوایي بریدونه او د بې ګناه خلکو وژنه ودروي او د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې که سیمه کې روان کړکېچ پای ته و نه رسېږي، نو سیمه او نړۍ به له سختو تیارو سره مخ شي.
د ترکیي د بهرنیو چارو د وزیر په خبره اسرائیل په سیمه کې د جګړې له لارې امن نه شي ټینګولی او باید په ۱۹۶۷ زیږدیز کال کې د ټاکلو پولو له مخې د یو خپلواک فلسطین رامنځته کول ومني.
ورته وخت کې تازه د قطر امیر تمیم حمدال ثاني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې غزه کې د روان کړکېچ د حل یواځېنۍ حلاره خبرو اترو ته لاره هوارول دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې اړه یې د ترکیې په ګډون د سیمې ځینو هېوادونو سره ګډې هڅې پیل کړې دي.
غزه کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره په داسې ډیپلوماتیکې هڅې کېږي، چې دغې جګړه کې تر دا مهاله له دواړو لوریو زرګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *