افغانستان

ترکیه له افغانستان سره په صنعت او نورو برخو کې همکاري کوي

د مالیې وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري، پرون په کابل کې د ترکیې له سفیر جیهاد ارګینآی سره

د مالیې وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري، پرون په کابل کې د ترکیې له سفیر جیهاد ارګینآی سره وکتل.
د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې د مالیې وزارت سرپرست ویلي، چې ترکیه او افغانستان نه بیلېدونکي تاریخي او مذهبي اړیکې لري او په تېر کې، د افغانستان ښه مرستندوی هېواد پاتې شوی دی.
هغه د ترکیې له سفیر څخه غوښتي چې د آمو سیند اړونده ساحه کې د رامنځته شوي بشري ناورین په مخنیوي کې همکاري وکړي؛ د بیمې تکافل او اسلامي مالیاتو په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي او همدا رنګه، د ماليې وزارت کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې او روزنیزو پروګرامونو او سکالرشيپونو زمینه برابره کړي.
د مالیې وزارت سرپرست ډاډ ورکړی چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې ښه فرصتونه رامنځته شوي، نو ترکي پانګه وال کولای شي چې د کرنې او دولتي شرکتونو د ودې په برخه کې پانکونه وکړي.
د ترکیې سفیر هم، په اوسني نظام کې د مالیې وزارت دنده مهمه او ستونزمنه بللې او د دوی کارونه یې ستایلي دي.
هغه هم ‌ډاډ ورکړی چې ترکیه د صنعت په برخه کې پرمختللي امکانات او ښې تجربې لري، چې په دې برخه کې به له افغانستان سره همکاري وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *