نړۍ

ترکیې او امریکا پر جنګي الوتکو هوکړه وکړه

ترکیې او د امریکا متحدو ایالتونو د ایف۱۶ F-16 ډوله جنګي الوتکو د خرڅلاو په اړه موافقه لاسلیک کړې ده.

دا پرېکړه وروسته له هغې اعلان شوه چې واشنګټن تر څو میاشتنیو مذاکرو وروسته د ۲۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د دې موافقې په اړه رضایت
وښود.

د ترکیې د دفاع وزارت یوې سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته نن ویلي، دغه موافقه لاسلیک شوه او د دواړو لوریو استازي د جزییاتو په خبرو بوخت دي.

د دې موافقې له مخې به ترکیه له واشنګټن څخه ۴۰ نوې ایف۱۶ ډوله الوتکې رانیسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button