افغانستان

ترکیې ته  افغاني صادرات ۵۳ سلنه زیات شوي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي چې د اسلامي امارت په راتګ سره  لوړې تعرفې معاف شوي چې په پایله کې یې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راوستی دی.

د یادې خونې مرستیال یونس مومند ویلي، ترکیې ته په دې وروستیو کې د افغانستان صادرات ۵۳ سلنه زیات شوي او ایران او پاکستان ته هم د هېواد صادرات د پام وړ زیات شوي دي. ښاغلي مومند بهر ته د هېواد د صادراتو زیاتېدو لامل د اسلامي امارت له لوري د لوړو تعرفو معافېدل په ګوته کړي. نوموړي زیاته کړې، افغانستان په ډېریو برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد تولیدات پیاوړي او زیاتېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button