
ترینګوټ کې دوې پروژې بشپړې شوې
د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ د نږدې ۴۰۰ زرو امریکایی ډالرو په لګښت دوې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو پروژو د ګټې اخیستنې پرمهال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوول ریچار ټرانچرډ، د روزګان مرستیال والي ملا باری ګل اخند، د اقتصاد رئیس مولوي حسن، د ترینکوټ فرعي حوزې رئیس ملا وکیل احمد نقي، د چاپیریال ساتنې رئیس مولوي خلیل الرحمن عمري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس عبدالصمد مقبول، یو شمېر نورو مسووینو او قومي مشرانو ګډون درلود.
په دغه مراسمو کې ریچار ټرانچرډ وویل، چې پلان لري په دغه ولایت کې ۷۰۰ نور کوچني چک ډیمونه جوړ کړي ترڅو د ټولو کرنیزو ځمکو اړتیا پوره کړي، چې دا به د اوبو زېرمه کولو او د اوبو د سطحې په پورته کولو کې زیاته مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د برمو ډېر وهل او ژورول به د اوبو سطحه نوره هم کښته کړي.
ورته مهال د ترینکوټ فرعي حوزې رئیس ملا وکیل احمد نقي وویل، چې په دغو پروژو کې د مرکز ترینکوټ اړوند د سري کلا چک ډيم چې د ۰.۲۶ میلیونه متر معکب اوبو زېرمې وړتیا لري بیا رغول او دغه راز د ترینکوټ اړوند د یک لنګې سیمې کې د ۶۵۰ مترو په اوږدوالي د ګبین جوړول شامل دي، چې چارې یې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شوې.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د یادې ادارې په مالي ملاتړ د لس کارېزونو د پاک کارۍ چارې هم پیل شوې وې.