
تر خپلواکـۍ ګټـلو يې ساتل ډېر مهم دي !
په دې کې څه شک نشته چې افغان ملت د خپل تاریخ په اوږدو کې څو څو واره خورا ځوکمن یرغلګر له هېواده شړلي او د نورو قومونو په نسبت یې ژر بېرته ځغلولي او ډېرو شپو ته یې نه دي پرېښي- له سکندره تر مغولو، پرنګي، شوروي او ناټو خېلو پورې د هریوه ښکر یې ور مات کړی او پښېمانه ارمانجن بېرته تښتېدلي دي- ښکاره ده چې د یرغلونو، جنګونو، ګټلو او بایللو دا لړۍ زموږ د ملت لپاره په خورا درنه بیه تمامه شوې او په میلیونو سرونه مو پرې ورکړي دي- موږ پرته له شکه د پردیو غلامي نه ده منلې، فرمایشات مو يې رد کړي او خپل ارزښتونه مو ښه په نره ساتلې دي- لکه چې د خپلواکۍ د بیا بیا ګټلو یوه تاریخي ورځ مو همدا نن د سنبلې نهمه نېټه هم ده- هغه ورځ چې دوه کاله مخکې په همدې ورځ د کریس ډوناهيو په نامه وروستي امریکايي عسکر هم زموږ له خاورې پښې سپکې او یو شمېر وطن پلورونکي افغانان یې هم له ځان سره جوړه بوتلل- موږ په داسې حال کې چې دغه ورځ بیا هم د خپل تاریخ یوه فوق العاده ویاړمنه ورځ بولو او خپل ټول مجاهد او مېړني ملت ته یې مبارکي وایو، پر ټولو دا سوال هم کوو چې موږ به د خپلې خاورې د بایللو او ګټلو دا لړۍ تر کله جاري ساتو او کله به هغه وخت را رسېږي چې دا ستړی، ستومانه او ځورېدلی ولس د خپل ځان لپاره د یو داسې مستحکم او قانوني نظام په جوړولو او هېواد ودانولو لاس پورې کړي چې بل وار یې هیڅ یرغلګر د اشغال او لوټلو فکر ونه کړای شي په همدې ترڅ کې پر موږ ټولو لازمه ده چې د خپلو همدغسې تاریخي ورځو په یادښت کې په ژور سوچ سره دا فکر هم وکړو چې د بهرنیو دښمنانو له ځاني حرص او تلوسې ورها خوا خپله زموږ کورنیو ستونزو، د یو شمېر بې وجدانه وګړو ناپوهي او د نظام نیمګړتیاو له بهرنیو یرغلګرو سره څومره مرسته کړې او هېوادوالو ته یې د ناورینونو او ناخوالو په راوستو کې څومره لاس لرلی دی- ښايي د تېرو پېښو په سرسري یادښت کې هم موږ ته ډېر هغه اسباب او عوامل په ډاګه راڅرګند شي کوم چې مستقیماً یې زموږ پر هېواد د یرغل لپاره دښمن ته هیله او مورال ورکړی- مثلاً تاسې وګورئ کله چې شوروي اتحاد افغانستان کې د خلقیانو او پرچمیانو په شان د لینین او مارکس شاګردان درلودل،نو د یرغل پر وړاندې به یې نوره کومه ستونزه اټکل کړې وي- همدا راز کله چې ناټو خپلو ته بیا د شمالي ائتلاف د غدارانو له خوا په عذر و زارۍ ستونه شول او د پروفیسرانو په خوله د غټو غټو بمونو غورځولو غوښتنې ترې وشوې، آیا بهرنیو به لا هم څه صرفه کوله ؟ په هر صورت مهمه دا ده چې دادی د هېواد ټوله واکمني او قیادت اوس پرته له بهرنۍ مداخلې خپله د افغانانو او بیا د افغانانو د روحاني مشرتابه لاس ته ورغلی، په دې معنا چې دا مسلمان او پاک زړي خلک د همدې طبقې شاګردان، مقتدیان او مریدان دي، دوی ثابته کړې چې د خپلو د همدغو امامانو او پېشوایان په وینا او فتوا يې په ځلونو د خپلو مالونو، اولادونو او سرونو زښته ډېرې قربانۍ ورکړې دي- یقیناً اوس همدا لوی مسئولیت او مکلفیت د همدې طبقې غاړې ته لوېدلی او د نظام د ناکامۍ او هېوادوالو د بدمرغۍ ټوله پړه او ذمه واري هم د همدوی پر اوږوبار ده- راځئ په ګډه دا مسئولیت ومنو، ځانونه د خپل ولس خادمان وګڼو، ځان ته یې را نږدې کړو، مهمو تصامیمو کې یې مشوره واخلو، حقوق یې ورکړو او په خپه کولو سره یې داسې حالت منځ ته را نه ولو چې له دښمن سره غوږ په غوږ کېډلو ته ځان مجبور وبولي او خدای نه کړي یو ځل بیا هم خپلواکي وبایلو او د ګټلو لپاره یې لکونو ککریو ته اړتیا ولرو- راځئ د حکمت، بصیرت او معقولیت لاره خپله کړو او هڅه وکړو چې دغوږ ژغورلو لپاره سرونه بایلو- ښايي د خپلواکۍ ترګټلو د هغې ساتنه لا زیاته ګرانه وي، آیا دې ته مو پام دی؟
فاروق غلجی