افغانستان

تر ۶۰۰ زیات پخواني موټرونه موندل شوي او اصلي خاوندانو ته سپارل شوي

د ترافیکو لوی ریاست ویلي چې د بې اسنادو موټرونو د ثبت پر مهال یې نږدې ۶۰۰ موټر کشف کړي او بېرته یې اصلي خاوندانو ته سپارلي دي.ترافیکو ریاست ویلي چې دې موټرونو اسناد نه درلودل او د ثبت په بهیر کې ثابته شوې چې دا موټرونه له اصلي مالکانو تښتول شوي دي. ریاست وایي چې تر دمګړۍ یې تر ۶۰۰ زیات غلا شوي موټرونه کشف کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.دوی وایي چې دا موټرونه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له هیوادوالو غلا شوي وو او د ثبت پروسې پر مهال یې ترلاسه کړي.هاخوا د هلمند د ترافیکو ریاست په یوه خبر کې ویلي چې د موټرونو د ثبت د پروسې پر مهال یې ۲۷ عرادې موټر نیولي او بېرته یې اصلي څښتنانو ته سپارلي.موده وړاندې د خوست د ترافیکو ریاست هم منلې وه چې اته بې اسنادو موټر یې نیولي او بېرته یې د یادو موټرو اصلي کسانو ته سپارلي.یاده کوو چې د ترافیکو د ریاست مشر له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي و چې د بې اسنادو موټرو د ثبت پروسه یې په چټکۍ سره پیل کړې او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې بې اسناده موټر په ښارونو کې وګرځوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *