مقالی اوتبصرې

تشدد، نه تشدد ـ بې ماسکه څېرې

د کوزې پښتونخوا له یوه ادبپوه، مورخ او څېړونکي کوم چا پوښتلي و چې د باچاخان بابا او ګاندهي جي مبارزه څنګه ارزوئ. یعنې پرتلنه یې کېدای شي؟ ده یې په ځواب کې عمیق او فلسفیانه ځواب ورکړی و. نوموړی د پوښتونکي سترګو ته ځیر شوی و او ورته ویلي یې و چې د باچاخان مبارزه ښه وه؛ خو د ګاندهي له مبارزې سره یې جوت توپير درلود. ګاندهي د نه تشدد او یا هم د عدم تشدد په مټ د هند مړ قوم ژوندی کړ خو اپوټه باچاخان د عدم تشدد په وسیله پښتون ژوندی قوم مړ کړ. همدغه نقاد او محقق په طنزآمېزه او نېښداره ژبه بل ځای وایي چې زه په کراچۍ کې وم چې د لوی افغانستان نارې سورې بیخي په غلبلو شوې او ټوله فضا د لر او بر چیغو په سر اخیستې وه. وایي زه ژر پښتونخوا ته راستون شوم چې هسې نه لر او بر وطن یو وطن شوی وي او زه بیا پاسپورټ ته اړ شم. دا دوه خبرې په الفاظو او وینا کې ډېرې اسانه دي، خو که یې عمق ته ښکته شو؛ د پښتون انسان د سرشت او فطرت له ژوره تله شوي دي. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې چې همدغه دوه خبرې چې د پښتون انسان له سرشته بېلې نه دي، وسپړوو او ځواب ورته ومومو. همداشان به ددې لیکنې په څنګزونو بحثونو کې د بې ماسکه څېرو یوه وړه نمونه د پاکستان د پارلمان د پخواني غړي محسن داوړ هغه خبرو ته تم شو چې د افغان وطن په اړه یې په ډېره نامسوولانه لهجه د څو تنو د مور وطن ازار وهلو په غونډه کې کړې وې.
پښتانه متل کوي: ((اول وګوره سړی، بیا ترې واچوه کالی.)) دا دومره ژوره خبره ده چې د هر هیواد دولت ورته توجو وکړي، نو له شک پرته چې د دولت ارابې به یې هېڅکله بې توله او نامتوازنې نه شي. مانا دا ده چې ته لومړی سړی وګوره چې دده فطرت څه دی؟ دده ماضي څنګه وه؟ دده ارزښتونه کوم دی؟ په اصطلاح سرې او سپیني کرښې یې کومې دي. کله چې دا ټولې مسلې سهي وي، بیا ترې لاندې کالی خور کا. دلته له سړي نه مراد د یوه هیواد ولس او ملت دی. دا متل داسې محک/ زرکاڼی دی چې د هر هېواد د حکومتولي د بریالیتوب او نابریالیتوب راز پرې مالومېدای شي. راځي په دې محک خپل تېر دولتونه و ازمایوو. د امان الله خان د دولت لاسته راوړنې، ساینسي پرمختګونه، له انګریزانو ازادي اخیستنه د ستاینې وړ ده، خو ده سړی(افغان ملت) ونه پېژانده، پردی کالی یې ترې لاندې خپور کړ؛ نو دولت یې ایله لس کاله وپایېد. کمونستان خو د خپل سړي( خپلې ټولنې) په شناخت کې بیخي کمزوري وو. هغه څه یې پر افغان انسان وتپل چې نه یې د ده له اسلام او نه یې هم له پښتو سره سر خوړ. همدا وجه وه چې کلهم ملت یې په ضد وسله واله مبارزه پیل کړه او د دوی له منحوسو څېرو یې د وطن پاکه خاوره پاکه کړه. بیا ځلې د امریکا یرغل او د ډیموکراسۍ ترویج په افغانه ټولنه کې. دا هم هغه ناکامه نسخه وه چې د (اول وګوره سړی، بیا ترې واچوه کالی) په محک نه وه کتل شوې. د افغان انسان نه په نبض کې، نه په ماضي کې نه په دین کې او نه پښتو کې د ډیموکراسۍ تخم تېغ واهه او نه یې هم وهلی و، نو دفعتا یې بېرته استفراق کړ او د شل کاله دربدرۍ وروسته دا نسخه هم د نادان طبیب په ټنډه وموښته.
همدا محک که د عدم تشددد فلسفې او د اوسنۍ پښتون ژغورنې غورځنګ پسې راواخلو، هم به پکې ګڼې بدګڼې او نیمګړتیاوې ومومو. د پښتون انسان په فطرت او خټه کې بزدلي، بېحرکتي او تسلمېدل نه شته. (پښتانه سل کاله وروسته خپل غچ اخیستی و، بیا هم یې ویل چې بیړه یې کړې ده.) د پښتون فطرت دغه شی دی. که پښتون ته ووایې چې که چا پر یوه مخ په څپېړه ووهلې، نو ته ورته دا بل مخ هم ونیسه چې ودې وهي؛ نو ښایي د ځان بې ننګې یې وبولي. د پښتنو په شډله خټه کې مېړانه، غیرت، ننګ، توره او… نغښتي. دا په دې مانا هم نه ده چې خدای مه کړه پښتون جنګجو دی او حقه ناحقه د بل وینه تویوي. پښتانه ارین دي او ارین شریف او نجیب ته ویل کېږي. د دوی په کلتور او دین کې پر بل تېری نه شته، خو که پر دوی تېری کېده، نو بیا له تورې پرته په بل څه کې خلاصی نه ويني. دوی اشغالګرو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي او د اشغالګرو له ناولو قدمونو یې دا پاکه خاوره پاکه کړې. د پښتون په خټه کې هېڅ دا نه شته چې له دوی سره دې غاړه یوسي. که چا یې قدمبوسي کړي او اجیرۍ ته یې غاړې ایښي، د تاریخ تر ټولو شرمېدلې څېرې پاتې شوي.
تر ټولو هېښوونکي بیا دا چې همدا د اشغالګرو ستر مخالفان بیا د دوی تر ټولو متعهد جیره خواره پاتې شوي. ښه بېلګه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د هرات د امنیتي ډیالوګ په نامه په یوه کنفرانس کې تېره اوونۍ د محسن داوړ وینا وه. ده ویل چې بویا د افغانستان اوسنی نظام په زور د واک واګي په لاس کې نیولي او د زور په وسیله بېرته ګوښه شي. دا خو په خپل ځای چې ښاغلي داوړ په کوم دلیل د (مور وطن ازار وهلو) په غونډه کې کړی، هېښوونکې دا چې دی څوک دی چې د افغان وطن په باب غږیږي او د برخلیک ټاکنې خبرې یې کوي. د نوموړي وینا ته د خواله رسنیو ګڼو افغان کاروونکو غبرګونونه ښودلي وو. د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپل شخصي اېکس پاڼه ولیکل: ((هغه دوه مخي چې لر پر عدم تشدد او بر پر تشدد باور لري تل د افغان وژنې نندارچیان پاتې شوي، په افغانستان کې جګړې ته خلک هڅوي او د جګړې اور ته لمن وهل غواړي دا ګوډاکۍ څېرې اوس دلته پیژندل شوي، په ټولنه کې یې هغه وقار, عزت او حیثت له لاسه ورکړی.)) هو همدا خلک د استعمارګرو او اشغالګرو لاسپوڅي پاتې شوي او تل یې د خپلو بادارانو حکم ته لبیک ویلی.

لیکوال: خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *