سرمقالې

تشکیلاتي پړسوب د یرغلګرو خپله اړتیا وه

د داود خان د حکومت تر سقوط وروسته چې کمونیستان له یو نا اشنا او نا معقول نظام او اجنډا سره پر هېواد واکمن او بیایې یو نیم کال وروسته یو نیم لک شوروي پوځ هم راوغوښت نو دا اړتیا یې محسوسه کړه چې سرکاري تشکیلاتو کې پراختیا راولي او دښځو په ګډون یو غټ شمېر ملکي او نظامي مأمورین په یوه اوبله پلمه د میاشتیني معاش خاوندان او په دې توګه د خپل نظام لپاره ملګري زیات کړي. بیا د رباني څلورنیم کلنه دوره کې سره له ډېرو ګډوډیو هماغه ادارې پر ځای پاتې، د اسلامي امارت پنځه کلنه دوره کې څه ناڅه بېرته کمې او بیا د صلیبي اشغال شل کلن پېر کې ځکه څو برابره زیاتې شوې چې هغوی د وګړو په غولولو، رشوت ورکولو او ځان ته ایل کولو کې بیخي ډېر مهارت لري. پایله دا شوه چې د حکومت اړوند ملکي اونظامي ادارې زښته ډېرې پراخې، د هېواد له اړتیا زیاتې او د افغانانو له کلتور او اقتصادي وضعیت سره کاملاً نامناسبې منځ ته راغلې او له بده مرغه بیا شل کاله تطبیق هم شوې او فعالې وچلېدلې. ښکاره ده چې یاد تشکیلاتي پړسوب کې هیڅکله د هېواد او خلکو ذره ګټه هم نه وه بلکې پرملي بودجې یو ډېر دروند بوج هم و. خو دا چې هغه مهال د کلنۍ بودجې او یا سلنه برخه د هماغو یرغلګرو له جیبو ورکول کېده ځکه د هغوی یوازنی هدف هم فقط همدا و چې یو شمېر خلک مصروف او خولې یې ورچوپ کړي، نه دا چې د هېواد پر اړتیا او اقتصادي وضعیت فکر وکړي. همدا وجه ده چې د اشغال ترختمېدو او خپلواکۍ ګټلو وروسته پرته له شکه ضروري ګڼل کیږي چې پر ټولو ملکي او نظامي ادارو له سره بیا کتنه وشي. مطلب په دقیق ډول دا پلټنه وشي چې که په یوه اداره کې پنځه کسان اړوند خدمت تر سره کولی شي نو هلته لس کسان ولې کرار ناست وي البته په دې موضوع کې ځینې خلک بیا دا نیوکه هم کوي چې وایي د خلکو بوختیاوې کمول نه، زیاتول یې په کار دي. خو حقیقت دادی چې د بوختولو په موخه یو شمېر اشخاص په پستو چوکیو آرام، عاطل او باطل کېنول او په تیاره میاشتینی معاش ورکول سراسر نامعقول کار دی. نو که حکومت خپلو وګړوته کار او بوختیا پیدا کول غواړي، اړینه ده چې نوښتونه وکړي او  پر داسې چارو یې وګماري چې د هېواد پرمختګ او تولید زیاتولو کې څرګند اغېز ولري. له دې پرته هسې پالتو مصارف یقیناً ټول ملت سره لوی ظلم و زیاتی او د هغوی د حقونو ضایع کول دي. په دې اساس دا وخت چې د امارت مشران دغې نیمګړتیا ته متوجه شوي، ښایي لاهم ښه دقیقه پلټنه وشي او تر ممکنه بریده د حکومتي لګښتونو په کنټرول کې هڅه وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button