افغانستان

تمه ده د کابل او انقرې تر منځ اړيکې نورې هم پراخه شي

دکورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ترکیې له سفیر جهاد ارگینای سره لیدنه کړې.لیدنه کې د ترکیې سفیر د افغانستان اوسنی وضعیت د ډاډ وړ بللی، د اسلامي امارت څخه یې د ترکیې هېواد سفارت او قنسولګریو د ښه امنیت تامین له امله ځانګړې مننه کړې او د خپلو همکاریو د دوام ډاډ یې ورکړی.جهاد ارگینای ویلي؛ نږدې راتلوونکې کې استانبول کې افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو غونډه جوړېږي، موږ هڅه کوو ګډون کوونکي هېوادونه راضي کړو، چې بشري مرستې په پراختیایي مرستو بدلې شي. نوموړي زیاته کړې، موږ د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل زیاتېدو په موخه هم هڅه کوو.خلیفه سراج الدین حقاني په افغانستان کې د جهاد ارګینای ماموریت ستایلی او له نوموړي څخه یې مننه کړې، چې زموږ د هېواد ځانګړې تاریخي وخت کې یې دنده ترسره کړه او د دوه وو هېوادونو تر منځ یې د اړیکو په ساتلو او پاللو کې غوره ماموریت ترسره کړ.ښاغلي حقاني دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې د دواړو ورونو هېوادو اړیکې لا نږدې او پراخې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button