افغانستان

تورخم پنډغالو کې مېشت کډوال خپلو سیمو ته د تلو غوښتنه کوي

د تورخم په لنډمهاله پنډغالي کې ځینې مېشت کډوال له سرپرست حکومته غواړي چې د ثبت او مرستو د وېش بهير يې چټک او ژر يې خپلو اصلي سيمو ته ولېږدوي. هېواد ته له پاکستانه تر راستنېدو وروسته ډیری افغانان تورخم ته څېرمه پنډغالو کې مېشت کړای شوي چې بېلابېل ډول مرستې ترلاسه کوي او وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول کیږي. بلخوا د افغاني سرې مياشتې ټولنې مسوولين وايي، د خوراکي توکو مرستې د کډوالو ستونزې په دايمي ډول نه شي حلولی او دوی به هغو کډوالو ته پاملرنه زیاته کړي چې په لرې پرتو سيمو کې مېشت کېږي او د اړوندو ادارو له نظره لیرې وي. د ننګرهار ولايتي مسوولين وايي، د تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې د تورخم له لارې ۵۵ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او د ډېری کورنیو د ثبت او بايومتریک بهير یې بشپړ کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *