
شعرونه
توپاني ترانې
یو وخت و پۀ لاسو مو را نیولې ترانې
باور وکړئ پۀ سترګو مو لیدلې ترانې
چې لمر به ژېړېدۀ د قلم زړۀ به ډکېدۀ
ماښام به یې لۀ غرېوه څڅولې ترانې
ژړا د کوم یتیم یا رپ رپا د کومې شناختې
کافي وه چې کړي ویښې خوبولې ترانې
ها څه شوې ها پۀ اوښکو کې ګویا لکه رانجۀ
ها څۀ شوې پۀ اهو کې غلې غلې ترانې
یو څوک به مرور لۀ ټولو پاس سنګر کې ناست
ګوشۍ کې یې پۀ مینه اورېدلې ترانې
چې زړۀ به شو بې وسه لۀ سلګیو لۀ ژړا
د ساندو بدرګې ته به راتللې ترانې
دا صور و چې ویدۀ قام ته جرس شو د پاڅون
کۀ زمونږه طوفاني زمونږ غښلې ترانې
پۀ زړۀ مې دي ډېر څۀ ربه خو یو هیله مې دا
سعید غواړي ها خپلې نا ویلې ترانې
قاری عبدالستار سعید