اقتصاد او رغونه

تیره ورځ د تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې زرګونه ټنه سوداګریز توکي انتقال شوي

شریعت: د اوسپنې پټلۍ ادارې مسؤلين وايي، چې پرون د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۷۹۷) ټنه سوداګریز توکي

شریعت: د اوسپنې پټلۍ ادارې مسؤلين وايي، چې پرون د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۷۹۷) ټنه سوداګریز توکي صادر او وارد شول.
د چارواکو په وینا، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو د نورمال بهیر په دوام، پرون ٥٠ واګونه سوداګریز توکي (۳۳٦۰) ټنه چې ډیره برخه يې خوراکي توکي دي، هېواد ته وارد شوي دي.
په ورته وخت کې د یاد بندر له لارې ٧ واګونه سوداګریز توکي (۴۳۷) ټنه، له هېواده بهر صادر شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *