افغانستان

تېره اونۍ د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۶ زره ټنه انتقالات شوي

په تېره یوه اوونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۶ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اوونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ وسپنې پټلیو له لارې ۸۶ زره ۸۵۷ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۴۵۹ ټنه توکي صادر شوي. د افغانستان د وسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *