افغانستان

تېره اوونۍ د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۰ زره ټنه انتقالات شوي

په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۰زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اوونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۰۰ زره ۸۹۰ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۹۷۶ ټنه توکي صادر شوي دي. د افغانستان د وسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر او معیاري چوپړتیاوې وړاندې
کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *