افغانستان

تېره اوونۍ نږدې سل زره ټنه صادرات او واردات شوي

د افغانستان وسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اوونۍ د وسپنې پټلۍ له لارې ۹۰ زره ۵۵۳ مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي. دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اوونۍ د حیرتانو بندر له لارې ۶۹ زره ۷۳۶ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۹ زره ۳۲۵ مټریک ټنه او همدارنګه د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۱ زره ۴۹۲ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
خبر زیاتوي چې تېره اوونۍ دغه شان ۴۰۰ ټنه صادرات هم ترسره شوي دي چې لویه برخه یې وچه مېوه، کینو او د آنارو جوس تشکیلوي.
د ویلو ده چې دغې ادارې وړمه اوونۍ هم د زرګونو مټریک ټنو صادراتو او وارداتو ویلي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button