افغانستان

تېره میاشت له ایرانه ۵۴ زره کډوال راستانه شوي

شریعت: د ۱۴۰۲ لمریز کال (د وري میاشتې د لومړۍ تر ۳۱ مې نېټې) ۵۳ زره ۹۹۹ تنه د ورېښمو پُل له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.د نيمروز ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولين وايي، چې په دغو کسانو کې ۷۹۲ کورنۍ، (۳ زره ۳۱۴) تنه او همدارنګه ۵۰ زره ۶۸۵ تنه مجرد افغان کډوال له ایران څخه د ورېښمو پُل له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
مسوولینو زیاتوي، چې له ۳ زره ۲۴۵ بې‌ وزلو کسانو سره د همدې ادارې په همغږۍ د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) موسسې له خوا خوراکي او نغدي مرسته شوې ده او همدارنګه له کورنیو سره هم د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *