افغانستان

تېره میاشت په خوارځواکۍ د اخته ۶۰ زره افغان ماشومانو درملنه شوې

یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق پر ټویټر لیکلي چې په تېر اګست میاشت کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ۶۰ زرو ماشومانو درملنه کړې يې ده.یونیسف دغه راز په شدیدې نس ناستې د ۸۷ زره نورو ماشومانو د اخته کېدو په اړه اندېښنه ښودلې.یونیسف پر خپله ټویټر پاڼه کې زیاته کړې چې د محلي ټولګیو له لارې یې له ۶۸۲ زرو زیاتو ماشومانو سره مرسته کړې چې خپلو درسونو ته دوام ورکړي.یونیسف څرګنده کړې چې د ژمي په درشل کې له اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د ۹۲ میلیونه ډالرو بودیجې ته اړتیا ده.دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د بودیجې د کموالي خبرداری ورکړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *