روغتیا

تېرو دریو میاشتو کې ۲۰ زره نشه یان راټول شوي

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې یې په هېواد کې پر نشه يي توکو څه باندې ۲۰ زره روږدي کسان راټول کړي دي. د دغه معینیت د دفتر زیاتوي، له دغو شلو زره روږدو کسانو شاوخوا ۵ زره یې یوازې له کابله راټول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې  افغان حکومت په دې وروستیو روږدو ته په بېلابېلو برخو کې د حرفوي او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې ده. د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې زرګونه روږدي راټول او درملنه یې شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button