اقتصاد او رغونه

تېرو څو میاشتو کې د اووه نیم میلیونو ډالرو غالۍ صادرې شوي

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي چې افغانستان په تېرو ۵ میاشتو کې د اووه نیم میلیون ډالرو په ارزښت غالۍ نورو هېوادونو ته صادرې کړي دي.د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي چې افغانۍ غالۍ امریکا، هند، پاکستان، چین، ازبکستان، ترکیې او اروپايي هېوادونو ته صادرې شوې دي.د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو ځل بهرمېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو ته هېواد کې د پانګونې بلنه ورکړې ده. د مالیې وزارت لا وړاندې ویلي و چې بهرمېشتو افغان پانګوالو ته به د ۵ کلونو په پار مالیه پرېږدي.

افغان حکومت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي او د هر ډول مرستې ډاډ ورکوي.داسې ویل کیږي چې پاکستان او نور هېوادونه افغاني غالۍ په خپل نوم اروپایي هېوادونو ته لېږي او یاد امتیاز په خپل نوم ثبتوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button