افغانستان

تېر کال د ۱۰،۳ میلیارد ډالرو په ارزښت

صادرات او واردات شويد احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې د تېر ۱۴۰۲ کال د هېواد د صادراتو او وارداتو کچه ۱۰.۳ میلیارده ډالرو ته رسېده.

ددې ادارې د مالوماتو له مخې، د صادراتو ارزښت یو میلیارد او ۷۷۷ میلیونه او ۹۰۰ زره او د وارداتو ارزښت ۸ میلیارده او ۵۷۶ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد په صادراتي توکو کې مېوې تر ټولو زیاتې د ۶۴۵ میلیونه ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت صادرې شوي او دغه راز طبي بوټي، معدني توکي او سبزي په ترتیب سره د هېواد د صادراتو دویمه، درېیمه او څلورمه برخه جوړوي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ۱۴۰۲ کال کې هېواد ته په را واردو شویو توکو کې نفتي توکي او روغنیات تر ټولو زیاته ونډه لري، چې ټولیز ارزښت یې یو میلیارد او ۳۷۷ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.

دغه راز ماشینونه، ټرانسپورتي وسایط او پرزې د یو میلیارد او ۱۵ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو په ارزښت او ټوکر، فلزونه او فلزي محصولات هغه نور توکي دي چې تر ټولو ډېر راوارد شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button