راپورونه

تېر کال ستوماتولوژي روغتون کې نږدې ۷۲ زره لوی او واړه عملیاتونه تر سره شوي دي

سمیع الله مومند

شریعت: د ستوماتولوژۍ ملي درملنې اوتخصصي روغتون په افغانستان کې یواځینی  روغتون دی چې خلکوته په ستوماتولوژۍ برخه کې خدمات وړاندې کوي، په نوموړي روغتون کې تېر۱۴۰۲ ه ش کال یو زر ۵ سوه ۸۸  لوی او ۷۰ زره ۳ سوه ۴۲ کوچني عملیاتونه په وړیا ډول تر سره شوي دي.

دستوماتولوژۍ د ملي رملنې اوتخصصي روغتون سرطبیب ډاکټرامیرخان امین د شریعت ورځپاڼې خبریال ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: په تېر۱۴۰۲ ه ش کال ستوماتولوژي روغتون O P D څانګې ته د درملنې په موخه یو لک ۳۲ زره ۴ سوه ۲۴ تنه ناروغانومراجعه کړې او درملنه یې شوې ده.

ښاغلی امین وایي چې نوموړي روغتون ته دهېواد د مختلفو ولایتونو او لرې پرتو سیموڅخه ګڼ شمېر ناروغان د درملني لپاره مراجعه کوي.

دی وایي، د ستوماتولوژۍ د ملي معالجوي اوتخصصي روغتون مخکې ۲۴ بستره درلودل،چې دروغتون د ریس په پرله پسې هڅو۶ بستره اضافه شول او دا مهال د۳۰  بسترناروغانو ضرفیت لري.

د روغتون سرطبیب وایي، د ستوماتولوژۍ د ملي معالجوي اوتخصصي روغتون ته هر ورځ د ۵۰۰ په شاوخوا کې ناروغان راځي او درملنه یې تر سره کېږي.

ډاکټر امیر خان زیاته کړه، داسلامي امارت په راتک سره د ستوماتولوژۍ روغتون کې ډېرو غیرو فعالو څانګو بېرته په فعالیت پیل وکړ، لکه عاجله څانګه مو رامنځته کړه،عملیات خانې ته مو دلایټونو سیستم فعال کړ ،تعقیم خونې لپاره  مو نوي ماشینونه نصب کړل،عملیات خونې ته مو په نوې ټیکنالوژۍ عصري ماشینونه نصب ګړل، د لومړي ځل لپاره څلور عاجلوڅانګې نوي په فعالیت پيل وکړ، د لومړي ځل لپاره دعصب کشۍماشینونه ټولو شعباتو کې فعال شول.

سرطبیب وویل،د لومړي ځل لپاره دټریننګ څلور تخصصي ډیپارتمنتونه فعال اوپه همدې ترتیب څلورڅانګې امپلانت ،اورتودوسيې،پریودونټولوژي او ثابت پروتیز شعبې چې خورا مهمې وي نوي ایجاد اوعملاً یې په کار پیل کړي.

ډاکټر امیرخان وویل،موږ هر وخت دخپل مجاهد ولس په خدمت کې یواودځینو ستونزو یادونه یې هم وکړه،غیري معیاري تعمیر،کم تجهیزات ،زاړه وسایل.

هغه زیاته کړه،موږ په راتلونکې وخت پلانونه لرو چې د ستوماتولوژۍ ملي معالجوي اوتخصصي روغتون دسیمې په کچه یو نړیوال روغتون شي؛ همداشان نوموړي په ټولو خیریه داخلي اوبهرنیو موسیساتو څخه غوښتنه وکړه چې روغتون سره په هره برخه کې همکاري وکړي.

له ننګرهار څخه یو تن ناروغ محمد حبیب  وایي،ډېرخوښ اوخوشحاله یم  چې عملیات مې په خپل هېواد کې په بریالي توګه وشول، نوموړي زیاته کړه د روغتون ټول روغتیایي  پرسونل وخت پر وخت دناروغانو کتنه او معانیات کوي، او مونږ ترې خوشحاله یوو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button