افغانستان

تېر کال فراه کې ۵۰ پروژې پلې شوې دي

د فراه د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي چې په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې شاوخوا ۵۰ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي. ویل کېږي چې ددغو پروژو ټولټال ارزښت ۳۷۵ میلیونو افغانیو ته رسېږي.د فراه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مفتي محمدنسیم سرهنګ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دیادو پروژو لویه برخه د څښاک د پاکو اوبو د سرچینو برابرول وو.

د ښاغلي سرهنګ په قول د فراه په لرې پرتو سیمو کې شاوخوا ۴۸ زره تنو ته د پاکو اوبو زمینه برابره شوې ده. سرهنګ په دې ولایت کې په نوي کال کې د ۱۲ نورو رغنیزو پروژو خبر هم ورکړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button