افغانستان

تېر کال له کونړ څخه څه باندې ۷۳ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه شوي

شریعت: کونړ چې یو غرنی، کرنیز او ګڼ نفوسه ولایت دی او وګړي یې په مالدارۍ او زراعت بوخت دي، د کونړ د ولسونو په وینا، چې اسلامي امارت او بهرني موسیسات باید د کونړ ولایت کرنې ته ځانکړې پاملرنه وکړي.

د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو په وینا، چې تېر ۱۴۰۲ کال په بېلابېلو برخو کې بزګرانو سره مرستې شوي او په همدې ترتیب ۷۳ میلیونه ۲ لکه ۷۹ زره ۲ سوه  او ۱۴ افغانۍ عواید د عشر، زکات، صنعتي لرګیو د مالیې دولتي ملکیتونو د کرایه څخه ترلاسه شوي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

  د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراقاپیر حبیب الرحمن د شریعت ورځپاڼې خبریال ته په یوې ځانګړې مرکه کې  وویل: د اسلامي امارت په راتګ سره د بزګرانو ډېری ستونزې حل شوي دي او دا مهال د نورو ننګونو  د حل لپاره کړنلارې جوړې شوي دي او ۹ زره بزګرو ته په مختلو برخو کې مسلکي روزنه ورکړل شوې ده، ۲زره ۵ سوه او ۷۰ کورنیو سره د حیواني خوراکي توکو مرسته شوې ده،۹۰زره او ۶۸ حیواناتو ته وقایوي واکسین تطبیق شوی دی. هغه همدارنګه زیاتوي، چې یو زر ۲ سوه کورنیو ته د چرګانو کوچني فارمونه، د ښځو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره په درېیو ولسوالیو کې وېشل شوي دي، د چرګانو فارم لرونکو او د شحتو مچیو روزنکو اتحادیو ته کړنلارې جوړې شوی دي، ۷ سوه ښځو سره د کرنې  په برخه کې د سبزیجاتو، میوه جاتو د پروسیس د کورنۍ باغچو، چرګانو روزلو او مرخېړیو په روزلو کې درسونه او مسلکي زدکړې ورکړل شوي دي، د شيدو راټولولو یو مرکز په اسعداباد کې جوړ شوي دي او ۱۷ ذخیروي حوضونه افتتاح شوي دي.

ښاغلی پیرحبیب الرحمن زیاتوي، چې د کونړ په بېلابېلو والسوالیو کې  ۱۰۵ جریبه نوي باغونه جوړ، ۶۵ زره مېوه لروونکي او غیري مېوه لرونکي  نهالونه تولید او وېشل شوي دي، ۶۴ د ځنکلونو د ساتنې محلي ټولنو او مامورینو لخوا ۳ لکه ۱۶ زره ۲ سوه او ۵۹ هکټاره ځنګل او یو لک ۱۶ زره ۸ سوه او ۸ هکټاره څړځایونو څخه څارنه او ساتنه شوې ده، د سوخت د لرګیو د قطع او انتقال د مخنیوي لپاره یوه جامع کړنلاره جوړه شوې ده.

هغه همداراز وایي، چې په کونړ کې شاوخوا ۵ زره  جریبه ځمکه باندې د ستروسو، املوکو او شفتالانو باغونه شتون لري، د اسلامي امارت په راتک سره یو زر او ۴ سوه نوي باغونه جوړ شوي دي، د روان  کا ل لپاره ۵ سوه جریبه ځمکه باندې نوي تجارتي باغونو جوړول په پلان کې نیولي شوي دي او په همدې ترتیب ۵ لکه غیرمېوه لرونکي او مېوه لرونکي نهالونو دولتي قوریو او خصوصي سکتور له لارې تولید او وېشل شوي دي.

د دهٔ په وینا تېر کال د کونړ په ۱۶ اداري واحدونو کې شااوخوا ۱۷زره  او ۲۰ ټنه کیمیاوي سرې او ۸ سوه ۶۰ ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي، چې د نورو کالونو په پرتله یې د حاصل نتیجه ښه ده.

نوموړی رئیس د ځینو وړاندیزونو یادونه هم وکړه چې وایي، ۵ سوه جریبه ځمکه باندې نوي تجارتي باغونو جوړول، د ۱۵ زره دهقانانو لپاره ۱۲سوه مټریک ټنه د غنمو، جوارو، شولو اصلاح شوي تخمونو او کیما وي سرو وېشل، ۴ دانې ګودامونه د ۵ سوه متریک ټنه په ظرفیت باندې جوړول، د بې موسمه سبزیجاتو د تولید د کچې لوړولو په خاطر  ۵ هکټارځمکه باندې تجارتي شنو خونو جوړول، د آفاتو او مرضونو د مخنیيوي په خا طر ۵ سوه  دهقانان روزل او ورسره نباتاتو د ژغورنې لپاره  دوا پمپونه، حفاظتي کیټونه او نور ضروري وسایل وېشل اړین دي، په مرکز کې په سل جریبه ځمکه باندې یو مجهز تحقیقاتي فارم جوړول، د ځمکو چارو تخنيکي امريت لپاره يو باب  تعمير جوړول چې حد اقل ۲۰ خونې ولري، د حیواني ناروغیو د تشخیص لپاره لابراتوار، تعمیر، وسایل او د حیواني ناروغیو یو لویې کمپلکس جوولو خورا مهم دي،

همدارنګه د څوکۍ والسوالۍ یو تن بزګر رحیم الله وایي، چې د اسلامي امارت له مشرانو څخه مې جدې عوښتنه ده، چې مونږ سره د کرنې په برخه کې همکاري وکړي، نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال بزګران له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، کومې مرستې چې د بزګرانو سره کېږي، بسنه نه کوي او د دهقانانو ستونزې نشي حلولی. نوموړی په بهرنیو موسیساتو غږ کوي، چې د کونړ ولایت د بزګرانو سره  په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي، خصوصا د باغونو په جوړولو کې دې لا ډېری مرستې وشي.

    سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button