افغانستان

جاپان د هرات زلزله‌ځپلو ته یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

هرات کې د شوې زلزلې له امله له زیانمنو شویو سره د مرستو په لړ کې جاپان یادو زلزله‌ځپلیو سره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.د خوړو نړیوال پروګرام پرون پر اېکس «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د جاپان دغه مرسته به د زلزله‌ځپليو ستونزو راکمولو برخه کې ګټوره تمامه شي.دغه پروګرام ویلي چې یاده مرسته به زلزله‌ځپلیو سیمو کې شاوخوا ۳۳۰۰۰ اغېزمنو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو رسونې برخه کې ولګول شي.د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاتوشي کورومیا له قوله ویلي: «جاپان د افغانستان د خلکو کلک ملاتړی دی او له مرګونو زلزلو وروسته هم له دوی سره ولاړ دی. موږ د هرات د وضعیت پر ژوروالي پوهیږو او په بشپړ ډول ژمن یو چې د خلکو د ژوند او ټولنې د بیارغونې لپاره د مرستې لاس اوږد کړو.»د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، تراوسه یې د هرات زلزله‌ځپلیو سیمو کې څه باندې ۷۰زره اغېزمنو باندې مرستې وېشلې دي.په وېشل شویو مرستو کې اوړه، غنم، سبزیجات، غوړي، دال او د هغو ماشومانو د خوار ځواکي مخنیوی په‌کې شامل دی چې کورنۍ یې هر څه له لاسه ورکړي دي.دغه مرستې د زلزلې له لومړۍ ورځې راهیسې د اکتوبر تر ۱۷مې شوې دي.د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګروملتونو یوشمېر نورو بنسټونو هم هرات کې زلزله‌ځپلیو سره د مرستو لپاره د میلیونونو ډالرو غوښتنه کړې چې په وینا یې، دغه مرستې باید له راتلونکې ژمي کې مخکې ترلاسه شي.یادو بنسټونو وېره ښودلې، که دغه مرستې ترلاسه نه‌کړي، راتلونکي ژمي کې به زلزله‌ځپلي له ستر ناورین سره مخ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *