افغانستان

جاپان له افغانستان سره ۶۰۰زره امریکایي ډالر مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په روان ۲۰۲۴ میلادي کال کې د افغانستان له بشري صندوق سره د جاپان د ۶۰۰ زره .امریکایي ډالرو له مرستې خبر ورکړی. د اوچا ادارې پر ایکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا مرستې به په افغانستان کې پر بشري اړتیاوو ولګول شي.جاپان چې د افغانستان یو سترمرستندویه هېواد بلل کېږي له دې مخکې یې هم د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو له لارې له اړمنو افغانانو سره ملیونونه ډالرو مرسته کړې ده.د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام د روان میلادي کال د فبرورۍ پر دویمه د جاپان د حکومت د ۱۳ نیم میلیونه ډالرو د مرستې خبری ورکړی و.له دغه پروګرام سره په تېرو درېیو کلونو کې د جاپان د مرستو اندازه ۷۳ ملیون ډالرو ته رسېدلې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *