
جاپان په افغانستان کې ۱۶۵ ښوونځي جوړ او ترمیموي
دجاپان حکومت د ملګروملتو د یونسیف ادارې په همکارۍ په افغانستان کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړوي یا ترمیموي.جاپان وايي، دا کار د دې لپاره کوي چې په افغانستان کې ۳۳ زره ماشومانو ته د زده کړو خوندي چاپیریال برابر کړي.د جاپان حکومت د دې هدف لپاره ۲۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي چې په هغو به د ۱۶۵ ښوونځیو ودانۍ بیا روغول شي او یا به نوې ودانۍ جوړې شي. همداراز به ښوونځیو ته ټولګي، تشنابونه، او د لاس مینځلو اسانتیاوې برابرې شی.په افغانستان کې د جاپان سفیر تکاشي اوکادا وویل:«هر ماشوم ښوونځي ته د تګ او په خوندي چاپېریال کې د زده کړو حق لري. جاپان د ښوونځیو د جوړولو او ترمیمولو له لارې د افغان هلکانو او نجونو د زده کړې او ودې ملاتړ کوي.»د افغانستان نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري او که یې لري هم د ټولو زده کوونکو لپاره ټولګي نه لري. په سلو کې ۵۸ ښوونځي د څښاک د اوبو او تشنابونو په شان ضروري اسانتیاوې نه لري. په ډیرو ښوونځیو کې د ۲۴۹ زده کوونکو لپاره یوازې یو تشناب شته، او په سلو کې ۴۷ ښوونځي شاوخوا دېوال یا چاردېواري نه لري. حال دا چې دا دېوالونه په ځانګړي ډول د نجونو زده کوونکو لپاره خورا مهم دي.د افغانستان لپاره د ملګروملتو د یونسیف استازي فران ایکویزا وویل:«کله چې ټولګي د ماشومانو لپاره خوندي وي، دوی د زده کړو لپاره انګېزه مومي، ډیر ماشومان ښوونځیو ته خي او حاضري ورکوي. په داسې وخت کې چې افغان ماشومان د زده کړو په برخه کې له ګڼ شمېر خنډونو سره مخامخ دي، د جاپان د حکومت او خلکو ملاتړ په ځانګړي ډول ډیر مهم دی.»د طالبانو حکومت نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړي او په دې کار یې افغانستان په نړۍ کې په استثنايي هیواد بدل کړی دی.