
د عامې روغتیا وزارت وایي، په کابل کې د جمهوریت روغتون په معیاري توګه رغوي، ترڅو په نړیوالو معیارونو د خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو شي. د دغه وزارت ویاند ویلي، چې د یاد روغتون د ودانۍ پر بیارغونې سربېره به د یاد روغتون ټولې تشخیصیه او د درملنې څانګې په عصري طبي وسایلو او مسلکي پرسونلو سمبال کړي. نوموړي زیاته کړې، چې دغې چارې ته یې له درې میلیاردو افغانیو ډېره بودجه ځانګړې کړې ده چې کاري او سمبالوونکې چارې به یې له شپږو میاشتو تر یوه کاله دوام وکړي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پربنسټ د جمهوریت روغتون د سرطان او هېموډیالېز څانګې به د کابل صدري ابن سینا روغتون ته لېږدول کېږي او نورې برخې به د کابل په علي جناح روغتون کې له همدغو روغتیایي پرسونلو سره خپل فعالیت ته دوام ورکوي.