مقالی اوتبصرې

جمهوریت/ مفکر د ډیورنډ پوروړی

په تېر جمهوریت کې په ځانګړي ډول د اشرف غني په دور کې له بل هر وخته له افغان خاورې سره ستره جفا وشوه. مبالغه به نه وي که سړی ووایي چې اشرف غني د افغان خاورې په تجزیه او لیلام کې تر شاه شجاع او عبدالرحمان هم وړاندې شو او د تاریخ لعنتي طوق یې په غاړه کړ. موږ وړاندې ویلي وو چې د ډیورنډ د فرضي کرښې تر ټاکنې وروسته تر ۱۲۰ کلونو ډېر وخت تېرېږي او د افغانستان هر زمامدار او واکمن په یوه نه یو ډول د دې کرښې په تړاو غبرګون ښودلی،حتی په دې تړاو خبره تر وسله والو نښتو هم رسېدلې.
نور په خپل ځای خو خلقي او پرچمي واکمنانو هم په پوره مېړانه د دې کرښې پر وړاندې خپل نارينه دریځ څرګند کړی، خو اشرف غني تر هغوی هم پست شو. د نور محمد ترکي په وخت کې یو ځل د پاکستان د هغه وخت ولسمشر ضيا الحق افغانستان ته په رسمي سفر راغی. نوموړي له نور محمد تره کي وغوښتل چې ډيورنډ په رسميت وپېژني، خو تره کي یې غوښتنه ونه منله. نور محمد تره کي وویل چې دا یوه استعماري او په زور کښل شوې کرښه ده او افغان ولس ته هېڅکله د منلو نه ده. پاکستان بل ځل په ناامیدۍ حفیظ الله امین ته مخه کړه. خو له دې خبر نه و چې امین په دې معضله کې حساس دی او د افغانستان قومي جوړښتونه ورته د ارزښت وړ دي. امین په کلکه د ډیورنډ کرښې له منلو انکار وکړ. ببرک کارمل،چې د پرچم مشر او د هغه وخت د افغانستان ولسمشر و د ډیورنډ له رسمیت سره یې حساسیت درلود.
د افغان خاورې له واحد وجوده د غوښو سکولل د شاه شجاع له وخته پيلېږي. د نوموړي مدبر نیکه حضرت احمد شاه بابا لوی افغانستان په میراث پرېښود؛ خو بدبختانه د نوموړي بچو او لمسو د خپل هوس په تال کې قمار ته کېښود. د لومړي ځل لپاره د احمدشاه بابا نااهله لمسي، شاه شجاع لخوا سکانو او انګرېزانو ته د واک رسېدو په بدل کې د لوی افغانستان ځینې سیمې ورکړې.
تاریخ د وطنپلورو په کتار کې له شاه شجاع وروسته د امیر عبدالرحمان نوم اخلي. سردار عبدالرحمان خان دی، چې وروسته له شاه شجاع څخه یې د لوی افغانستان ځینې برخې، واک ته د رسېدلو، د خپل واک د ساتلو او د اتلسو لکو روپیو په بدل کې پر انګرېزانو باندې خرڅې کړې. د کابل تړون یې له انګرېز ډیورنډ سره په (۱۸۹۳) لاس لیک کړ. د دغه تړون له امله ده چې امیر عبدالرحمن خان داسې تاریخي بدنامي خپله کړه چې هېڅکله به له دغې بې ننګۍ څخه خلاص نه شي. درېیم کس زموږ اشرف غني دی چې د افغان خاورې پر ناموس یې ننګه ونه کړه او افغان خاوره یې له ترکو قربان کړه. نوموړي د ډیورنډ پر وړاندې خورا بېباکي وکړه او د خپلو ټولو لوظونو او ژمن په عکس کې ثابت شو.
د ملي وحدت(پنځوس-پنځوس) حکومت له پیله تر ننه پر خپلې خاورې دلالي ویاړ ګاڼه او په تړاو یې په بشپړه توګه بې پروا و. پر دې کرښې د جمهوریت معامله د ملي امنیت ریاست او ای اېس ای تر منځ تر مخفي تړون او له مفکر سره له پټو ناستو پاستو پیل شوه. د همدغه اشرف غني په وخت کې پاکستان په علني ډول پر ټول ډیورنډ د اغزن تار د تېرولو چارې ته مټې بډ وهلې، خو د هغه وخت حکومت یې پر وړاندې هېڅ غبرګون ونه ښود. معامله سپینه وي او که توره!؟ لطیف الله مسید پاکستاني لوري ته سپارل، د تورخم دروازې پر تندي د ((سرحد)) کلمه کښل، پر کونړ او نورستان ځمکنۍ او هوایي حملې، پر دې کرښه د پاکستاني پوځ له لوري د تاسیساتو او موانعو جوړېدنه او… دا ټولو ته واضحه ده چې غوا توره او شیدې یې سپینې دي.
پر همدې ډیورنډله پاکستان څخه اویا میلیونه ډالر چا واخیستل؟ په تورخم او چمن کې دروازې چا ومنلې او د همغې اداري د سیمه ییزو چارواکو په بدرګه یې پرانیسته ونه شوه؟ د کونړ او ګوشتې ګڼې سیمې د معالمې په ترڅ کې پاکستان ته ونه سپارل شوې؟ د پاکستاني پوځیانو پر قبرونو د ګلونو ګېدې چا کېښودې؟ نوره بې ننګي څنګه وي او د معاملې ډول څنګه؟ د دې کوم ځای به سړی وګنډي او څنګه به تېره اداره د ډیورنډ پر اړه په ناغېړۍ ککړه نه کړي؟
د تېرې ادارې د ملي امنیت پخواني سلاکار په لومړي ځل اعتراف وکړ،چې د «افغانستان او پاکستان د پولو د کنټرول» هوکړه لیک یې لاسلیک کړی دی. حنیف اتمر ویلي و،چې په ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځول یې له پاکستاني جنرال عامر سره لاسلیک کړی.
د افغانستان په تاریخ کې د ډیورنډ پر کرښه داسې موانع ایجادې شوې نه وې او نه هم دواړو غاړو ته تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه تحمیل شوی و، لکه په تېره اداره کې چې وشو. تاریخونه لیکي چې د ډیورنډ تر منلو وروسته انګرېزانو غوښتل پر دې کرښه موانع ایجاد کړي، خو عبدالرحمان یې مخالفت وکړ او په یوه نه یوه بڼه یې دا خبره ورسره ونه منله. انګرېزانو هغه وخت محض څو ځایونه په نښه کړل چې دا دې د دواړو هېوادونو ترمنځ کرښه شي. د تاریخ له ټولو توره او کرغېړنه دوره همدا د تېرې ادارې او د اشرف غني ولسمشري وه چې پر ډیورنډ اغزن تار کش شو، خو دوی یې پوښتنه هم ونه کړه او د خپل بادار حکم ته سر په سجود شول.

لیکوال: خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *