تاریخ او جغرافیهلیکنې

جهادي خاطر:د یو چا د ژوند ژغورل!

د ۱۳۹۲ کال در حمل ۱۴
د پسرلي څوارلسم سهار و ۱۳۹۲ هـ . لمریز کال د فراه ولایت لپاره د کلتوري کمېسیون لخوا مطبوعاتي استازی وم. راته ویل شوي وو چې استشهادي ملګري په تیاریو بوخت دي او د لږ شېبې وروسته به د هدف ځای ته رسېږي. دلته داسې څوک هم وو چې استشهادي ملګرو نه غوښتل له منځه پکې ولاړ شي.
ماته دنده را کړل شوه چې نوموړی کس به په یو نه یو ډول د پېښې له ساحې نه لیرې ساتم. شمېره مې د کوم چا نه پیدا کړه، زنګ مې ورته وواهه، هغوی ځواب راکړ، ورته ومې ویل جناب! عاجل مې په کار یاست لطفاً د نیم ساعت لپاره دننه پلان ځای ته تشریف راوړئ. ده راته هو کړه او اطمینان یې راکړ چې: هرو مرو درځم. دویم ځل مې بیا تلیفون پسې وکړ ویل یې در روان یم. درېیم ځل مې تلیفون ورته اوکې کړ چې په ښار کې څه خبره ده وایې: کومه پېښه شوې؟ ده راته کړه: هېڅ خبره نشته، ورته ومې ویل حتماً کومه پېښه شته، تاسو معلومات وکړئ. څو شېبې وروسته یې زنګ راته وواهه، چې هو د محاکمو په ریاست موټر بم برید شوی او جګړه هم روانه ده. ما ورته ویل سمه ده، ستاسو دې الله مل وي، ما ته کوم کار پېښ شو، تاسي بېرته د ښار خواته تشریف ور وړئ.
***
د افراط تر کچې اطاعت!
۱۴۲۱ سپوږمیز کال و، د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالۍ کې مې د ولسوال په توګه دنده اجراء کوله. د ولسوالۍ او قوماندانۍ ودانۍ کابو سل مېتره واټن درلود. زموږ د ولسوالۍ امنیه قومندان حاجي حبیب صاحب د خورا غوره اخلاقو خاوند، ډېر متقي او نیک انسان و.
د ولسوالۍ او قوماندانۍ د نښلولو لپاره مو له بازاره لېني تلیفون را نیولی و. یوه ورځ په داسې حال کې چې د رسمیت اختتام ته لس دقیقې پاتې وې زنګ راغلو چې غوږۍ مې پورته کړه، حاجي حبیب صاحب دی، له سلام نه وروسته یې راته کړه: مولوي صاحبه! زموږ ډوډۍ جوړه شوې، د رسمیت پوره کېدو ته لس دقیقې وخت پاتې دی او مراجعین هم نه شته، نو زه څنګه وکړم اوس ولاړ شم ډوډۍ ته که د رسمیت دا لس دقیقې هم پوره کړم او بیا ولاړ شم؟ واقعاً یې خبرې را باندې ژور اغېز وکړ.
او ورته مې وویل: ولاړ شه وروره! خپله ډوډۍ وخوره.
***
د یوه شهید د پلار د مېړانې وینا
۲۲/۲/۱۳۹۸ هجري لمریز کال
د ۸/۹/۱۴۴۰ سپوږمیز کال اتم روژه ماتی و. په داسې حال کې چې مجاهدین روژه ماتي ته ناست و، غبرګو امریکایي بنګنو ډرون الوتکو دوه مېزایل یو په بل پسې وتوغول چې دواړه د دستر خوان منځ کې ولګېدل او ۱۲ تنه مجاهدین چې د روژه ماتي خوړلو په حالت کې ځای پر ځای په شهادت ورسول (انالله و انا الیه راجعون).
کله چې د شهیدانو جسدونه د ښخولو لپاره د دوی کلي ته ورسول شول ماخستن مهال وو، له ځینو ملګرو یې غوښتل چې د یوه شهید پلار چې په دې پېښه خبر شوی و، دده د زوی په شهادت تر سهاره خبر کړل شي. د شهید پلار بار بار پوښتنه کوله چې دا شهیدان څوک دي، هغوی سم ځواب نه ورکاوه. بالاخره هغه پوښتنه کړې وه، چې (مهاجر مولوي) ژوندی دئ او که شهید؟! هغوی ورته ویلي وو، هغه ژوندی دی نو ده ورته ویلي و، چې زه پوهېږم زما زوی په شهیدانو کې شته ما چې دومره ټینګار کاوه د (حاجي مهاجر) معلومات مې کول زما زوی هیڅ غم نه لري!! هغه کسان چې هلته موجود وو، د دې سپین ږیري د زړورتیا په وینا ټول هک حیران شوي وو او بیا تر ما پورې دا خبره را ورسېدله او سخت غېزمن شوم.
***
د سره صلیب له غذا خوړلو ډډه کول
۱۳۹۸ هـ . لمریز کال وو. قطر کې د اسلامي امارت د صحت له کمېسیون سره له توافق وروسته د سره صلیب یو تخنیکي ټیم د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ کلینیک ته د وضعي او حالاتو د ارزونې او خپل د ادارې د دفتر د پرانیستلو د جاج اخیستلو لپاره راغلي وو…
د سره صلیب په ټیم کې دوې ښځې او څلور نارینه بهرنیان هم شامل وو. د دوی د کارو اړوند پر بېلابېلو موضوعاتو ګټور بحثونه وشول، شپه تېره شوه، په دا بل سهار د سره صلیب افغان کارکوونکو وویل زموږ سره د ناشتې لپاره خوراکه موجوده ده، تاسو تکلیف مه کړئ.
دوی لګیا شول له خپلو موټرو یې جوش شوې هګۍ، پنېر، خامه او نور توکي را واخیستل. زموږ په ملګرو کې یو سپین ږیری حاجي ملا صاحب وو چې ډېر نیک او تقوا لرونکی شخصیت دی، هغه د ناشتې دستر خوان ته رانغی کله چې زموږ د صحت مسؤل یې د لامل معلومولو لپاره اتاق ته دننه ولاړو، نو ده ورته وویل: چې دا د بهرنیانو شیان دي زه یې نه خورم!
چې څومره موږ ورته ټینګ شو، دی لا هم خپل په دریځ ټینګ ولاړ وو او زموږ سره یې ناری ونه کړ.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *