تاریخ او جغرافیهلیکنې

جهادي خاطرې:اختر، د شبرغان زندان او نه هېرېدونکې ښېګڼه

۵/۱۲/۱۳۸۰ لمریز کال
کله چې د شبرغان زندان ته راړول شو، خورا لوږې وې، د ډوډۍ هېڅ انتظام نه و، څو ورځې وروسته یې د شولې راکول پیل کړل، هغه هم تر یو وخته پورې د لاس په ورغوي کې !!
دلته په زندان کې دومره وږي شو چې د ملګرو نور هر څه هېر شول یوازې همدا د ډوډۍ په اړه خبرې وې. د لوی اختر یوه ورځ مخکې یو ملګری راغلی راته یې کړه سبا هم اختر دی، څو ډوډۍ درته واخلم؟
ما ورته کړه: چې څومره مو خوښه وي. بالاخره یې فیصله وکړل چې شپږ ډوډۍ (ازبکي ګردې ډوډۍ) او ۶ سر پوښه غوړي درکوم. زه هم ډېر خوشال شوم. تاسو باور وکړئ چې د انتظار شېبې دومره اوږدې شوې چې کله به هغه وخت او ورسېږي چئ ۶ ډوډۍ را ته تسلیم کړي…
ملګري ته دې الله خیر ورکړي د ژمنې سره سم یې هغه شپږ ډوډۍ او ۶ سر پوښه غوړي (د نوشابې د سرپوښ په اندازه) راته راکړل. په یقین درته وایم که اوس د دنیا ټول شته ماته کوم څوک راکړي، د هغه شپږ ټیکلو هومره منظور او احسان به ونه لري.
دوه کاله وړاندې د هغه ملګري کورته ولاړم په مېلمستیا کې یې یو سیرلی را ته حلال کړی و، خو خدای شته د هغه شپږو ډوډیو هومره یې نه لذت درلود او نه هم خوښي.
تقبل الله منا و منه صالح الاعمال
***
کانټینرانو ته د اسیرانو اچول
د ۱۳۸۰ لمریز کال د قوس درېمه
د روژې د مېاشتې اتمه وه ۸/۹/۱۴۲۲ سپوږمېز کال ماښام لمانځه مهال یې د مزار شریف او بلخ ولسوالۍ ترمنځ غځېدلي سړک د زینې کلا په منځ کې د هغه لویو لاریو نه چې د کندز ولایت د یرګنک له دښتې نه یې اسیران را بار کړي و، راکښته کړو…
دلته له وړاندې نه لوی باربري موټرونه چې اوږده کانټینر پرې بار شوي و، زموږ په انتظار و. د دوو یا دریو لاریو اسیران به یې یوه کانټینر کې ځایول. کله چې بندیان کانټینرونو ته داخل کړل شول، یو دم هوا بنده شوه د اکسیجن او ساه کښلو له ستونزې سره مخ شو. اسیرانو په کړیکو او چېغو پیل وکړ ما هڅه وکړه چې بندیان ارام کړم او هغه د دریو کسانو حکایت ورته وکړم، چې په کومه لاره روان وه، باران پرې شروع شو او دوی کومې سمڅې ته پناه وروړه. هلته د سمڅې پرخوله کومه غټه ډبره راکښته شوه او دوی بیا پخپلو کې سره وویل: راشئ وګورو داسې کوم عمل چې مو خاص د الله د رضا لپاره کړی وي الله جل جلاله ته وسیله کړو، ګوندې الله ددې عمل په برکت موږ له دې کړاو نه وژغوری. چې بیا هر یوه د خپل یوه نیک عمل ذکر کاوه او متعال رب ته یې شفیع کاوه او الله تعالی هغه لویه ډبره پخپل کامله قدرت د سمڅې له خولې نه لیرې کړه. ما چئ کله دا بیان ورته شروع کړ دوه درې خبرې مې ورته وکړې، نور په ځان نه یم پوه شوی دا بله ورځ شاوخوا یوولس بجې په هوښ کې راغلم چې ګورم اسیران یو د بل له پاسه پراته دي، څوک شهیدان شوي، څوک د ځنکدن په حالت کې دي، چا له ډېرې نفس تنګۍ نه کمیسونه
ایستلي.!
دومره تنده را باندې راغلې وه چې نوریې له حرکته اچولي وو. له ډېرې ګرمۍ او حرارت له وجې د کانټینر نه خوله څڅېدله، چې اسیرانو به بیا همدغه کانټینران څټل!!
غالباً همدا موټر خپل وروستي تم ځای ته له وخته رسېدلی و، خو دوی ددې لپاره درولي و، چې بندیان کوم چې ژوندي پاتې دي ووژل شي. شاوخوا د مازدیګر درې بجې وې کانټینر یې زندان ته داخل کړ او خوله یې ور پرانستل زما په شمول شاید د ۱۵ په شمېر کې ژوندي کسان را کښته شوي وي هغه هم په داسې حالت کې چې د ناستې او پاستې لویدلي وو.
لږ اوبه راکړل شوې. وروسته زندان ته ور وستل شو، چې له موږ وړاندې ورته کافي شمېر اسیران په عیني شکل را رسول شوي و.
کانټینر یې بېرته د شهیدانو سره د باندې خواته روان کړ چې وروسته بیا خبر شو، چې شهیدان یې ټول د لیلې دښتې ته انتقال کړي او هلته یې په ډله ېیزه توګه تر خاورو لاندې کړي. په دې ناورین کې یوازې زموږ له ډلګۍ نه چې ۳۷تنه و اتلس کسان په شهادت ورسول شول.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *