تاریخ او جغرافیهلیکنې

جهادي خاطرې:اشغال او د مزارشریف له لاسه وتل! 18/8/1380 هجري لمریز کال

د امریکایي بې 52 ډوله طیارو بمبارد په خرپ روان و، مجاهدینو تخار تخلیه کړ او د کندوز ښار اطرافو کې یې امنیتي کمر بندونه واچول.
زه د څه کار لپاره د مزار شریف خواته د دوو ملګرو هر یوه (شهید عبیدالله جان د کندهار پنجوایي د زلخان استوګن او شهید غلام حیدر د فراه بالابلوک د سیاځنګل اوسېدونکی) چې وروسته دواړه د کانټېنرونو په واقعه کې په شهادت ورسېدل، روان شوم.
کله چې د پلخمري ښار ته نږدې شوو له [مني] موټر سره موټکر وکړ، خو لله المحد خوږ نه شوو.
شپه مو پلخمري کې سبا کړه د غرمې خواته مو د مزار شریف په لور حرکت وکړ کله چې د سمنګان ولایت مرکز ایبک نه تېر شوو د مزار لخوا نه مو د طالبانو پایکپ موټرونه لیدل چې پرله پسې را روان وو چې راته څرګنده شوه چې د بلخ ولایت د جګړې کرښې د ډېرو بمبارونو له امله ماتې شوې دي.
موږ هم را وګرځېدلو د سمنګان مرکز ایبک ښار ته بېرته راغلو د دې ولایت د استخباراتو مسؤل ملا محمد نبي رئیسانوال په نوم مجاهد و، (له هغه را په دېخوا یې د مرګ او ژوند حال نه لرم) چې له نږدې مو راشه درشه سره لرله او قصد مو وکړ چې شپه همدلته وکړو. د ماښام له لمانځه وروسته راته څرګنده شوه چې دلته هم وضعیت مخ پر خرابېدو دی او مجاهدین غواړي چې ښار تخلیه کړي، هر څوک په خپل کار لګیا شو، زموږ لنډکروزر موټر کې تیل کم وو په دې هیله چې ګوندې تیل ور واچوو د پمپ خواته روان شوو.
چې کله پمپ ته ورسېدو نو څوک نه وو چې پټرول موټر ته واچوو په عین حال کې د مزار شریف لخوا د موټرانو پر یوه ستر کاروان موسترګې ولګیدې، موږ لا پمپ ته په دې هیله ولاړو چې یو ناڅاپه د جټ الوتکو غرهار شو، د سترګو په رپ کې مو پر ګڼو موټرانو اورونه ولېدل چې بل شول.
دې جټ الوتکو خورا رسا اهداف په نښه کول، موږ ته هم بله لاره نه وه پاتې په داسې حال کې چې د شهادت کلمې مو په خوله وې پر عمومي ډامبر را روان شو.
څو ځایه یې زموږ په وړاندې موټرونه په نښه کړل، یو دوه خو داسې ځایونه په مخه راغلل چې پر سړک اور بل و پر دې اور باندې مو لنډکروزر راوځغلوه، ځکه بل انتخاب مو نه درلود کله به مو د موټر څراغونه مړه او کله روښانه کړل «د بمبارد له بېرې سره دا ډار هم راسره و چې هسې نه موټر مو پټرول خلاص کړي ځکه د موټر د تېلو امپئر مو خراب و» خو لله الحمد پلخمري ښارته روغ رمټ او سالم راورسېدلو خو ډېر موټران مو د سرپه سترګو ولېدل چې د امریکایي الوتکو په بمبارد کې لولپه شول …
وروسته مو داسې وارېدل چې د شهید ملا عبدالستار محمود د موټر او کاروان هم له مزاري د راوتلو په وخت کې د امریکایي الوتکو لخوا په نښه او بمبارد شوی دی.
په دغه سهار مو د شمال زون تنظیمه رئیس او د بلخ والي ملا نورالله نوري حفضه الله او ملګري یې د پلخمري په ښار کې ولېدل چې په خیریت را رسېدلي و.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *