تاریخ او جغرافیهلیکنې

جهادي خاطرې:دشبرغان زندان د خوراک او څښاک ستونزې

1380هجري لمریز کال
کله چې په ۱۴۲۲/۹/۹ سپوږمیز کال چې د 1380/9/4 هجري لمریزکال سره سمون خوري، دشبرغان زندان ته راوستل شوو. هغه مجاهدین چې له کانټینرونو ژوندي پاتې شوي و، دلته په زندان کې یې خورا له ستونزو او کړاوونو نه ډک ژوند پیل کړ. ترټولو غټ تعذیب یې د لوږې وو. درې څلور ورځې وروسته داسیرانو لپاره دخوراک ورکولو طریقه پیل شوه. دزندان خونې چې په عادي حالاتو کې دلسو کسانو لپاره جوړې شوې وې، اوس پکې ترپنځه اویا او اتیا پورې بندیان اوسيدل !!!
دې ټولو ته يې یو لګن (تاشت ) شوله ورکوله چې یوه کس به پرنورو ملګرو وېشله په لومړيو وختونوکې یې شوله په ورغوو کې راته اېښودله اوملګرو به بیا څټل .کابو شل ورځې مو لاسونه ونه وینځل او ترڅو میاشتو مو لمونځونه په تیمم کول. حتا دآزادېدو تروخته .
ډېرې بندیان له ناستې پاستې ولوېدل، له کم ځواکۍ نه مو لمونځونه په ناسته کول. یووخت پرلمانځه وم، له لوږې نه پرځمکه راپرېوتم، سترګو مې ليد له لاسه ورکړ. داکثرو بندیانو غاښونه په ښورېدا شول، پښو یې حرکت پرېښود ، دبدن وینه يې کمه شوه ، ډېری بندیان نیم په نیمه خپل وزن له لاسه ورکړ اوپه سلګونو نورې روغتیایي ستونزې ورته پېښې شوې!!
+++++++
د نېکۍ په بدله کې بدي !
۱۳۹۹هجري لمرېز
د اسد (زمري) ګرمه میاشته وه، دهرات کندهار لویه لار پرحلقوي سړک دفراه رود ولسوالۍ اړوند دکاروان ګاه سیمه کې دسفرپه حالت کې وو.
مازدیګر لمر ډوب شوی وو، دلویې لارې په سرمو یو سپین فیلډر موټر ترسترګو شو چې دسړک په غاړه کې ولاړ دی. موټروان ته مې وویل: موټر سوکه کړه ، چې معلومات ورسره وکړو ، که یې ضرورت وو مرسته به ورسره وکړو.
د جوړ پخیر نه وروسته څرګنده شوه چې دموټر دواړه ټیرونه یې له کار لوېدلي .موټروالا چې تور سرې ښځي اوماشومان ورسره وه دخپګان اوورخطایۍ نښې یې له ورایه په تندي کې ښکارېدلې، ځکه شپه را روانه وه او سیمه هم بیدیا اونابلده وه.
موږ هم خپل دموټر نه یوه اشټوپنۍ ورکړه او ورته مو وویل تاسو تشویش مه کړئ موږ بل ټېر هم درته پیدا کوو. په منډ ولاړو د بل چا نه مو امانت ټېر را واخیست ، راغلو دا ټېر مو هم ورته بدل کړ.
سړی سخت خوشحاله شو ، موبایل شمېره مې ترې واخیسته خپل شمېره مې ورکړه . سړي د روانېدو په وخت کې خورا دمننې الفاظ وکارول
( ملاصایب خیلې تشکرما راخیلی کمک کردی وخانه تان آباد) موږ هم څو قدمه وړاندې ولاړو د ماښام لمونځ مو اداد کړ. څوشېبې وروسته یې بیا زنګ وواهه.
زه دې ته انتظار وم چې سړی به زنګ ووهي او امانت به راولېږي . څو ورځې وروسته مې اړیکه ورسره ونیوله راته کړل یې ( ملاصایب خیلی ببخشید ، نرسیدم امانت تان را روان نکردم، شماره یې یک موتروان روان کنید کې چیزهایی شما تسلیم کنیم.) شمېره مې هم ورکړه ، بیا هم کار یې ونکړ اوبالآخره یې دهغه نفر غوږۍ هم نه پورته کوله.
داسې انسانان هم شته چې دښو په بدل کې دبدو تعامل کوي. الله تعالی دې موږ ته توفیق راکړي چې دښو مکافات په ښو ورکړو.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *