تاریخ او جغرافیهلیکنې

جهادي خاطرې:یوازې دوه اختیاره

۱۳۸۶ لمریز کال وو امریکایي او ورسره ائتلافي ځواکونه خورا مغرور و.
هغه دوه آپشنه (غوراوي) وژل کېدل یا بندي کېدل، چې طالب ته یې ټاکلي وه، د هغه د عملي کولو لپاره یې یوه شېبه نه ضایع کوله.
له جاسوسانو نیولې بیا د عصري ټکنالوژۍ تر کارونې یې له هرې ممکنې وسیلې څخه کار اخیست. زموږ د کلي (وريې) د کورو مخته یوه توره شاګۍ وه، چې د مازدیګر د لمانځه وروسته به موږ دلته کښېناستلو.
دا ځای نسبتاً لوړ و چې د هرات کندهار لومړی ګڼه لویه لار او د غلیم تګ راتګ په اسانۍ ترې څارل کېدلای شو. یوه ورځ مو د ماښام لمونځ همدلته وکړ د ملګرو سره په ګپه شوو.
دا مهال د ماښام تیارې خپرې شوې وې چې د کوم موټر ږغ مو ترغوږ شو چې زموږ خواته په مړو څراغونو خورا په ګړندي سرعت د حرکت په حال کې و.
په لومړي سر کې مو فکر وکړ چې د لوړ کلي د لاین (مسافر وړونکی) موټر به وي، په همدې خبره کې و، چې موټر زښت رانږدې شو موږ هم په چټکۍ خپل کرولا ډوله موټر ته وختلو چې څوقدمه مخ کې ولاړو امریکایي شوبلې راغلې په همدې ځای کې ودرېدلې، ورسره جوخت بنګنه طیاره هم راورسېدله.
دښمن د کوم جاسوس په وسیله زموږ ځای کشف کړی و او غوښتل یې چې ژوندي مو ونیسي خو دالله تعالی د تقدیر او د بندګانو د تدبیر پرېکړې بېلې دي. الله تعالی نجات راکړ او غلیم شرمنده ستون شو.
***
د کابل ادارې د یوه برحاله قوماندان سره زما اړیکه
1392 لمریز کال و، زه د فراه ولایت لپاره د دعوت ارشاد، جلب او جذب کمېسیون مسؤل وم. د خاکسفید ولسوالۍ لپاره د کابل د ادارې امنیه قوماندان عبدالغني و، چې وروسته د فراه په مرکز کې ووژل شو.
عبدالغني د اسلامي امارت د مجاهدینو سره په دښمنۍ، ظلم او د خلکو په ځورونه کې خورا شهرت موندلی و. قوماندان عبدالغني چې یو مطلق بیسواده و، هدف یې یوازې د سرمایې جمعه کول و.
یو وخت مې یې شمېره ځنې پیدا کړه، زنګ مې ورته وواهه، له جوړ په خیر نه مې وروسته ورته کړه: خبر شوی یم چې امریکا ته دعوت شوی یې. راته ویې ویل هو، ما ورغبرګه کړه: پوهیږې چې د کوم هدف لپاره غوښتل شوی یې؟ عبدالغني زیاته کړه دلته جګړې دي، ښه دی چې څو شپې د امریکایانو وطن هم وګورو. ما ورته کړه زه به دې په حقیقت پوه کړم! امریکا ته یې د دې لپاره بللی یې چې تا ته ستا د افغان وژنې انعام درکړي، تا دلته ډېر ظلم او وحشت وکړ، بې ګناه وګړي دې شهیدان کړل، اوس امریکایان ستا د دې ظلمونو جائزه در کوي، ځکه یې د امریکا د سفر بلنه درکړې.
خبره مو سره اوږده شوه، ورته ومې ویل، چې زموږ هېواد ته یرغلګر راغلي، کافران دي، جهاد ورسره فرض دی، تاسو باید د دوی په څنګ کې ونه درېږئ.
د معمول په څېر یې څو اعتراضونه وکړه: تاسو د پاکستان لپاره جنګېږئ! تاسو انتحاري عملیات کوئ، چې دا ځان وژنه ده او په اسلام کې ناروا ده!
تاسو ښوونځي ورانوئ او …
ما دده د هرې نیوکې ځواب په سړه سېنه ورکړ او خدای شته چې د خبرو د پیل او پای په منځ کې یې ډېر توپیر راغی. یو ځل مې بیا رابطه ورسره وکړه او تشویق مې کړ چې د ګوډاګۍ ادارې نه را جلا او خپل عادي ژوند ته را وګړځه چې مجاهدین به یې د سر او مال تضمین کوي.
خو څه موده وروسته د ثور پر 28، کال ۱۳۹۲ لمریز کې د فراه ښار په مرکز کې د چریکي مجاهدینو لخوا ووژل شو. باید ووایو چې قوماندان عبدالغني د فراه په کچه یو کلک زړی او ظالم انسان و چې زیات وحشتونه یې ترسره کړي.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *