تاریخ او جغرافیهلیکنې

!جهادی خاطري:د امن ځای نه وو

۱۳۸۶ هـ لمریز کال خورا د ستونزو او کړاونو ډک وو.
دښمن له بېلابېلو لارو مجاهدین څارل. هغه سیمې چې د مجاهدینو د تګ راتګ ګومان یې پرې کاوه مخفي کېمرې یې پرې نصب کړي وي، په هره سیمه کې یې ګڼ شمېر مخبران(جاسوسان) استخدام کړي وه.
همدا شان یې د سټلایټ موبایل له لارې د خلکو اړیکې څارلې. د دښمن شوبلې او ځغره وال به شپه او ورځ په دښتو، بیدیاوو او درو کې ګرځېدل. د وګړو ترمنځ په لوړه کچه د بې اعتمادۍ فضاء حاکمه وه. مجاهدینو په ډېر مرموز شکل خپل عملیات پرمخ وړل.
د ستړیا د کمولو او څو ورځې د خلکو له سترګو د ځان د پټولو لپاره مو وپتیله چې د فراه او شینډنډ ختیځ خوا غرنۍ سیمو ته ولاړ شو. د فراه رود د زر مردان د ناوې له لارې د دوکښې، زیادي او قبر مېر له ساحو نه تېر او د باغوجې کلي ته ورسېدو، هلته مو څه وخت تېر کړ. په بېرته را ستنېدا کې مو کرولا موټر ټېرونه خراب شول. او راته وویل سول چې د سنګستان په دره کې چی شینډنډ ولسوالۍ اړوند سیمه ده، یو تن کرولا موټر لري. همدا شان دغه کس زموږ یوه بل ملګري ته پر سټلایټ موبایل ورځ وړاندې د مېلمستا ډېر ټینګار کړی وو.
موږ هم روان شوو کله چې سیمې ته نږدې شوو موټر مو ودراوه، پلي روان شوو، ځکه لاره غرنۍ وه او واړه موټر نسوه تلای. شاو خوا شل دقیقې مزل مو وکړ، د مازدیګر د لمانځه وخت سو په لاره کې مو د کارېز رواني او به تر سترګو شوې.
اودسونه او لمونځونه مو وکړه. ما یوه ځغلنده نظر د کارېز پر سوبې وکړ او روان شو. ځای ته ورسېدو، کوربه مو تود هرکلی وکړ، ماښام یې ښه مزغنې وریجې او غوښې راکړې. بېګا تر ناوخته وګړېدلو. سهار لمانځه ته را پاڅېدلو، جماعت مو ادا کړ. د معمول په څېر مو څه وظیفه وکړه. کوربه هم د سهار ناری راوړ، راډیو مې د خبرونو د اورېدلو لپاره کوک کړه.
تردې لږ وړاندې تشیال ته متوجه شوو چې یوه وړه غوندې ډرون پر همدې سېمه چورلېږي، داسې ښکاري لکه پر دا یوه ځای چې ولاړه وي.
موږ لا په ګپه لګیا وو چې یو ناڅاپه د ډبډبنې (چېنوک) او بلیک هاک غرهار مو تر غوږ شو. له ځایه پاڅېدو، که ګورو یوه چېنوک او دوې تورې امریکايي جنګي چورلکې (بلیک هاک) په بېړه زموږ د موقعیت خواته را روانې دي. ملګرو ته مې د جنګ لپاره د تیارۍ خبره وکړه، موږ ټول ټال څلور ملګري وو یو ثقیل او درې کلاشنکوفه راسره وه.
کوربه راته کړه: د الله خاطر وکړئ، جګړه مکوئ، زما کور او عیال به تباه سي چېنوک (ډبډبنې) کابو زموږ په درې سوه مترۍ کې شمال پلو امریکايي ځواکونه ډیسانت کړل.
د دې سیمې موقعیت څه داسې وو(یوه نسبتا وړه دره وه چې جنوب او شمال ته پرته وه، دلته همدا یو کور وو) کله چې مو د کوربه په قول د جګړې کولو اراده بدله شوه نو ملګرو ته مو وویل پر الله توکل کړئ او د سیمې نه د وتلو هڅه وکړئ.
ما خپله هغه د تېر مازدیګر کاریز په هدف کې ونیو چې ځان همالته ورسوم، زموږ یو ملګری «نعماني مولوي صاحب چې یو زړور مجاهد دی الله تعالی دي اوږد ژوند ورکړي» خپل ثقیل را واخیست په داسې حال کې چې چورلکې مو په سرونو تاوېدلې، ښه ور هاخوا تر کوم غزه لاندې کړ. ما خپل بګرۍ، صدرۍ، راډیو او سترګۍ (عینکې) له ځانه لیرې کړي د یوه عادي شپانه په څېر مې حرکت پیل کړ، چورلکې به یې دومره راباندې ټیټې کړې چې کالی مو باد خوځول.
په تلو تلو کې د کاریز خولې ته را ورسېدم. بلیک هاک چورلکه هم زما برابر ته را ورسېده، زه هم د اوبو د څیښلو په پلمه لښتي ته کښېناستم. کله چې چورلکه تېره شوه، سمدستي په سوبې د ننه شوم. زما وروسته یو بل ملګری هم راغلی.
دا وخت شاوخوا د سهار شپږ نیمې بجې وې همدلته په اوبو کې ودرېدلو، ځانونو ته مو په لاسو د داسې ځای جوړولو کوشش وکړ چې که څوک د سوبې خولې ته ودرېږدي موږ ونه وېني. په دې وخت کې مې بار بار ملګري ته د خوږ پېغمبر د هجرت او د ثور د غار کیسه تکرار وله.
دوولس بجې وې چې ډبډبنې عسکر زموږ د سرونو د پاسه پیاده کړل، تردې چې اوازونه او ږغونه یې موږ اورېدل. ما هم په دې حالت کې یو (غړی) پر ځان نذر کړ، که الله دا ځل نجات راکړ. درې بجې د چورلکو ږغونه ورک شول، ملګري مې وویل چې زه د باندې وځم د حالاتو جاج اخلم، کله چې واپس راغلی ډاډیې راکړ چې غلیم نور له سیمې تللی. موږ هم په داسې حال کې چې اته ساعته په اوبو کې ولاړ پاتې شوي وو له سوبې راووتلو.
کله چې هغه کور ته نږدې شوو د تور سرو ږغونه مې واورېدل چې ښېراوي یې راته کړلې ویل یې«جاسوسانو زموږ نارینه مو په لاس ورکړل او تاسې پاتې سواست» موږ هم په بېړه خپل د توکو په لټون پیل وکړ، شخصاً ماته تر ټولو ځوروونکې دا وه چې زما سترګۍ (عینکې) او راډیو هم د دښمن لاسته لویدلي وه په داسې حال کې چې همېش به راډیو زما سره وه او خبرونه به مې پرې تعقیبول. نوربیا…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *