تاریخ او جغرافیهلیکنې

جهادی خاطرې:حماسه جوړوونکی هلمند

۱۳۸۶ لمریز کال
هلمند د خپل تاریخ په تر ټولو نا انډوله جګړه کې راښکېل وو…
انګلیسي لښکرې د امریکايي هغو په ګډون د میوند د تاریخې جګړو د انتقام په موخه د میوند د ملالۍ په ګاونډ ګرشک، سنګین او موسا کلا کې په خورا وحشیانه کړنو لګیاوې. شپنۍ چاپې، بمبارونه او ځمکني عملیات خورا په درز کې روان وه. د پرانګ پنجه، د څټک وار او نور بېلابېل عملیات یې په لار اچولي وه.
د هلمند د ښوراب(باسټن) هوايي ډګر د نړۍ د بوختو ډګرونو په کتار کې ولاړ وو. انګلیس او امریکا لګیا وه خپله پرمختللې ټکنالوژۍ یې زموږ په کلیو، درو، سمه او غرو کې ازمویله. د اسمان مخ اپاچې، بلیک هاک، چېنوک، ایف ۱۶ بې پیلوټه ډرون او ډول ډول نورو الوتکو نیولی وو. هره شېبه د ډزو، بمبار او توپونو ږغونه اورېدل کېدل. هیڅوک په امن کې نه وو. د بل لوري د اسلامي امارت سر سپارلو مجاهدینو په کمو امکاناتو د مجهز غلیم په وړاندې سنګر نیولی وو، د ګرشک په ده آدم خان او زمبولي کې یې د دښمن سره د جګړې کرښې ساتلې.
دا جګړه هېڅ د پرتلې وړ نه وه د اسمان او ځمکې هومره تفاوت یې وو. یو وخت د ګرشک ولسوالۍ حیدر آباد او مېرمنداو سیمو ته غلیم د سترو عملیاتو په موخ راوتلی وو، مجاهدینو هم تر خپل وسه ورته امادګي ونیوله. جګړه شروع سوه له پاسه بلیک هاک چورلکو منظم بمبار ته دوام ورکاوه نورو ډول ډول الوتکو تشیال یرغمل کړی وو. له ښوراب اډې نه یې بې درېغه کروز توغندي را اورول.
چې کله به غلیم تعرضي ځمکنی بریدل پیل کړ، له پاسه به جوړه جوړه چورلکو پر ځمکه اوربل کړ او له باسټین کېمپ نه کروز مېزایل را روان وه. باور وکړئ داسې فکر به راسره پیدا شو چې نور به د مجاهدینو له لوري یو ټک هم وانه ورېدل شی خو کله به چې د غلیم لخوا په ډزو کې څه کمبود راغلی، ورسره جوخت به د مجاهدینو د وړو اسلحو ټکان هم شروع شول.
په دې جګړه کې یو شی چې ماته ډېر د حیرانتیا وړ وو کله چې به سخته جګړه شروع وه چورلکو به له پاسه مسلسلې ډزې کولې. دې وخت کې به د سپینو مارغانو کتار د اسمان پرمخ د زاڼو د سیل په شان په حرکت کې وو او ډېر په عادي شکل به مخ او شاته روان وه. د درنو ډزو او د بمبار سره سره یې په الوت کې هیڅ تفاوت نه حس کېدی… نوربیا

مولوي حیات الله مهاجر فراهی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *