افغانستان

جوزجان کې د ١١٠ ښوونځیو ودانۍ بیارغول کېږي

‎د جوزجان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ١١٠ ښوونځیو ودانۍ بیا رغول کېږي.
‎د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي محمد طاهر جواد قوش تېپې او درزاب ولسوالیو ته د سفر پرمهال له بېلابېلو ښوونځیو څخه د لیدنې پرمهال وویل، چې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ٣٧٠ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ١١٠ ښوونځیو ودانۍ بیا رغول کېږي، چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د ودانۍ د نشتوالی ستونزه ٧٠ سلنه حل شي.
‎مولوي جواد زیاته کړه، چې تېرو شل کلنو جګړو په دغه ولایت کې د ښوونځيو ډېری ودانۍ ویجاړې کړي، چې اوسمهال یې د بیارغولو لپاره هڅې پیل شوې دي.
‎نوموړي د یادې پروژې چارې د درزاب ولسوالۍ په بي بي مریم سیمه کې د پټۍ په پرېکولو سره پیل کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *