مقالی اوتبصرې

جګړه غوښتونکي د ملت  له خوا رټل شوي

موږ ټول ښه پوهیږو چې هېواد مو ترڅو لسیزو پورې د بهرنیو یرغلګرو د اشغال او جګړو له کبله یو مخ بې سر پوښه او بې سرپرسته پاتې و. همدا وجه ده چې ډېرو پردیو هم زموږ په خلکو کې يو شمېر اجیران، انډیوالان او جاسوسان وروزل او ځان سره بې مله کړل. د بېلګې په ډول یو وخت شورویانو یوه ډله افغانان د مارکس او لینن شاګردان او دومره یې پرې مین کړل چې د هغوی په اشارو به له خپلو هر ډول مادي او معنوي ګټو تېرېدل څه چې ان د خپل پلار- نېکه له دین، عقایدو، کلتور او ملي ارزښتونو سره به جنګېدل هم. همدوی وو چې د خپلو هېوادوالو د وینو په تویولو نه مړېدل، د عوامو ترمنځ یې مذهب، سمتي، قومي او ژبني تعصبونه وپارول، خلک یې سره وجنګول او ګران هېواد یې په تمامه معنا کنډر کنډر کړ. دوی نور هم سپین سترګي شول، د شورویانو تر ماتې وروسته یې لویدیځ ته کچکول ونیو، د یو لوی صلیبي لښکر د مخکښ ټولي کرداریې تر سره او له هغوی نه یې د غټوغټو بمونو د استعمال غوښتنه وکړه. تردې چې تر شل کاله جګړو وروسته یو ځل بیا دوی او خارجي باداران یې د ملت د رښتینو مدافعینو له خوا په ډېرې بدرنګۍ له هېواه رټلي شړلي او د خپلو بادارانو په کمپونو کې خورا ذلیل ژوند ته اړوېستل شول. یاده کرغېړنه ډلګۍ پرته له شکه د افغان هېواد هغه متعصب او کینه کښ دښمنان دي چې نه د هېواد نوم مني، نه یې د مؤسس، مدافعینو او غازیانو احترام لري، نه یې ملي هویت مني، نه یې د ګټو او پرمختګ لېوال دي او نه پرولسونو زړه سوی کوي. مطلب دا چې یاده ډلګۍ فقط خپله بدماشي غواړي او په هر صورت او له هرې ناروا او ناوړه لارې د عیاشۍ او فحاشۍ ترلاسه کولو ارمانجن دي. هغوی ته قطعاً بې توپیره ده چې دلته که هر ګبرو ترسا، یهود او هنود پر څلوېښت میلیونه هېوادوالو هر ډول کانې کوي، پروایې نه لري خو چې یوازې همدا ټولی په نس موړ او مزو چړچوکې وي. خو بل لورته یې په مقابل کې د افغانستان لوی، دروند، مسلمان او مېړنی ملت دی چې هر ډول تنګسه، لوږه، تنده، وژل کېدل، ټپي کېدل، زندان او کډوالي قبلوي خو د خپل دین، ناموس، پت، ملي ارزښتونو له ساتنې او هېواد له خپلواکۍ نه شي تېرېدلی. دا نو یو بشپړ ملت او څلوېښت میلیونه وګړي دي، نه شل. دېرش زره لنډغر او دوه درجنه فاحشې، څوک چې د پردیو په فرمایش له اسلام اباد، جرمني، پاریس او لندنه نارې را وهي او خلک جګړې ته هڅوي. دوی باید وپوهیږي چې دا ځل هېواد یقیناً خپلو مخلصو او مېړنیو څښتانو ته په لاس ورغلی، اوس به پرمختګ کوي، ودانیږي، بسیا کیږي او هیڅ ملی خاین او پردیپالي غدار ته به یوه شېبه مهلت هم نه ورکول کیږي. هغوی دې نور زاړه خوبونه له یاده وباسي، خپل ملت سره د مقابلې او دښمنۍ سوچ دې له ذهنه لیرې کړي او یو ځل بیا دې پردې هم غور وکړي چې ایا دوی بیا هم کولی شي د پنځوسو هېوادو د لښکرو پر مټ د کابل پر تخت ډډه ووهي؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button